BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين: هوسۍ

بنجاره او ماشومان
بنجاري ماشومانو ته هغه کليمې ورښايي چې د (با) په تورو پيليږي.

شاه بي بي او شازيې د نانځکې په مېله کې چمبه وهله، چې په دې وخت کې لعل محمد راغی او ويې ويل، چې د خوراک لپاره څه شی لرئ؟ نجونو ورته وويل، چې بانجان، بادرنګ او بادام.

لعل محمد حېران شو، چې د ټولو خوړو په نومونو کې د”ب“ د توري غږ دی. په دې وخت کې د شاه بي بي او شازيې هم پام، چې رښتيا ددې نومونو په پيل کې دب دتوري اواز دی.

په دې وخت کې بنجاره هم راغی او د موضوع په باب خبر شو. بنجاره وويل چې د ”ب“ د توري په اړه خو موږ او تاسې خبرې کړي دي، خو اوس راځئ، چې د ”ب“ له توري سره د يو بل توري غږ هم يوځای کړو.

بنجاره د (ب) له تور ي سره د(الف) دتوري د يوځای کېدو مثال راوړ چې (با) کېږي . وروسته بنجاره له ماشومانوڅخه وپوښتل، چې د (ب) له توري سره د (د) توری يوځای کړي ؟

ماشومانو په پيل کې لږه لږ غلطي وکړه خو وروسته يې بېرته ژر سم وويل. بيا يې يوله بله پوښتنې پيل کړې، مثلا (ب) له (چ) سره (ب) له (ع) سره، چې په دې ډول ټولوسم ځوابونه وويل.

بنجاره د هغوی پوهه وستايله او هغوی هريوه ته يې له خورجينې څخه يوه يوه لپه بادام په تحفه کې ورکړل او خپله بلې کوڅې ته ولاړ.

هوسۍپه افغانستان کې
د هوسۍ بچی
 هوسۍ اکثره د افغانستان په هلمند، فراه، نيمروز او بدخشان ولايتونو کې پيدا کېږي.
شاه نوري

بنجاره له خپلې دې دايمي سندرې سره بلي کوڅې ته راغی:

( بنجاره راغلی ډکه خورجينه _ سيخکان قيتکان پکې لرينه _ راووزئ وړو، چې بېرته ځينه). په دې وخت کې ماشومان خبر او پر بنجاره راټول شول.

تر روغبړ وروسته مرضيې او ميرويس له بنجاره څخه وغوښتل چې د کابل ژوبڼ (باغ وحش) وروښيي ځکه، چې موږ ته خلکو په دې باب ډېرې کيسې کړي دي.

بنجاره هم له خورجينې څخه جاوديي هنداره له راوايستله او دامنتر يې پر ووايه:.

سم سم سازه نا، راوښيه رازا نا، اناننا بنا ننا، غټه که هنداره ننا، موږ دننه که د کابل په باغ وحشا ننا، زم زم زينا، بم بم بينا هو.

له دې سره سم ماشومانو ته دکابل باغ وحش راڅرګندشو. ماشومانو د باغ وحش مرغۍ اوحيوانات وليدل.

په باغ وحش کې څو ډوله هوسۍ شته؟
 زموږ په باغ وحش کې درې ډوله هوسۍ شته، چې ميل، بره يي او غرنۍ يا غرڅه نوميږي، يو بل ډول هوسۍ هم شته چې مارکوپولو نومېږي خو زموږ سره نشته.
شاه نوري

دوی هوسۍ وليده خو خيال يې وکړ، چې دا وزه ده خو دباغ وحش دفني چارو مسوول شاه نوري ورته وويل چي داهوسۍ ده.

ماشومان دهوسۍ رنګونو ته متوجه شول، چې سوربخن فولادي، خړ، ژېړ او نور رنګونه لري. همدارنګه يې له شاه نوري څخه وپوښتل، چې هوسۍ چېري پيدا کېږي؟

هغه ځواب ور کړ چې هوسۍ اکثره د افغانستان په هلمند، فراه، نيمروز او بدخشان ولايتونو کې پيدا کېږي.

زموږ په باغ وحش کې درې ډوله هوسۍ شته، چې ميل، بره يي او غرنۍ يا غرڅه نوميږي، يو بل ډول هوسۍ هم شته چې مارکوپولو نومېږي خو زموږ سره نشته.

هوسۍ واښه او پاڼې خوري او ډېرې چټکې منډې وهي.

تردې وروسته بنجاره بيا له خورجينې څخه هنداره راوايستل منتر يې پر ووايه او د هغې هيندارې په مرسته ماشومان بيرته خپلو ځايونو ته ورسېدل او بنجاره بل کلي ته ولاړ.

مارکوپولو
دا ډول هوسۍ د بدخشان په غرونو کې پيدا کيږي.

شبيراو تورپېکۍ د بنجاره په ليدو ډېره خوشحاله شوه. ترروغبړ وروسته بنجاره ماشومانو ته وويل، يوه ټوکه ورته ووايي، شبير هم داټوکه ورته وويل:

يو هلک بل نا اشنا هلک ته په لاره کې سلام ور واچاوه، هغه وپوښتل چې ته ما پېژنې چې سلام دې راواچاوه؟

هغه وويل چې نه، نه دې پېژنم خو بوټونه او بکس دي زما د بوټونو اوبکس غوندې دي، ځکه مې سلام درواچاوه .

بنجاره او ماشومانو پر ټوکه وخندل، وروسته بنجاره له ماشومانو څخه وغوښتل چې همداسې نورې ټوکې هم پيدا او له خپلو ملګرو سره دې يې ووايي.

قلمونهدبنجاري خورجين
دقلم ترانه
مشنګد بنجاري خورجين
مشنګ
هندواڼېدبنجاره خورجين
د هندواڼې ترانه
 د شيدو وريجېدبنجاره خورجين
شيربرنج
ضرب زبانيد بنجاره خورجين
درې هيجايي کلمې
وړه نجلۍد بنجاره خورجين
توري جنګول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>