|
دبنجاري خورجين: د تار او ستنې کيسۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د شازيې د لمنې څنډه په لوبو کې سپخېدلې (سپړل شوې) وي. ليمې وويل، که تار او ستن وای، نو اوس به مې د سترګوپه رپ کې لمن په ګنډلې وای. شازيې وويل، زما مور وايي، چې دوړو ماشومانو لپاره ستنه خطرناکه ده، نو بايد موږ هم له ستنې سره کار و نه لرو، خو ليمې وويل، چې زمازړه ته نه لوېږي، چې ستن دې دوړو ماشومانو لپاره خطرناکه وي. په دې وخت کې بنجاره له خپلې همېشنۍ سندرې سره راورسېد. ده هم د شازيې د مور خبره تائيدکړه او ويې ويل: ستن رښتيا هم دوړو ماشومانو لپاره خطر لري. تر دې وروسته ماشومانو له بنجاره څخه وپوښتل، چې موږ ته دې څه راوړي دي؟ بنجاره وويل چې تاسې ته مې د (وړوکې مې مرغۍ ده _ ستره يې لکۍ ده) کيسۍ راوړې ده . يوه ماشوم داسې فکر وکړ، چې دا به توتکۍ وي، خو بنجاره دا ځواب ناسم وګاڼه او ويې ويل، چې نه دا ژوندی شی نه دی.
بل ماشوم وويل، ښايي سړی به وي، چې څادريې پر اوږو اچولي او پرځمکه ځوړند وي. بنجاره يوه نښه ورته وويل، چې داسې يو شی دی چې د جامو په ګنډلو کې کاريږي. په دې وخت کې ماشومان پوه شول، چې خامخا ستن او تار دي. بنجاره هغوی ته افرين ووايه، يوه يوه پلاسټيکې ږمنځه يې په انعام کې ورکړه او بلې کوڅې ته ولاړ. حبيب د پسونو يوه رمه وليدله اوداسې يې اټکل وکړ، چې دا پسونه به سل دانې وي. له دې سره سم يې د پسونو په ګڼلو پيل وکړ، خو امان وويل، چې دا کار يوازې زه کولای شم، ته يې نه شې کولای. په دې وخت کې بنجاره راغی او له موضوع څخه ترخبرېدو وروسته يې ماشومان تر سلو پورې د شمېرلو سيالۍ ته ور وبلل.
يوه ماشوم بل ته وويل، چې ته له (٢٣) څخه بيا تر (٣٠) پورې حساب ووايه! بل وويل، چې ته بيا له (٧٦) څخه بيا (٨٨) پورې حساب وکړه. دغسې يې تر سلو پورې ورساوه. ماشومانو په پيل کې لږه غلطي وکړه، خو وروسته يې سم ووايه. بنجاره هغوی ته افرين ووايه، يوه يوه دانه پلاسټيکي الوتکه يې په جايزه کې ورکړه او بلې کوڅې ته ولاړ. نسيم پيشوته ډوډۍ ورواچول او هغې خورا ژر ژر وخوړل. فرزانې ورباندي وخندل. نيسم وويل، چې تر دې پيشو پورې زما يوه ټوکه راياده شوه. په دې وخت کې بنجاره راورسېد او هغه هم له ټوکې سره لېوالتيا وښووله. نسيم وويل، چې يو چايوه پيشو درلوده، يوه ورځ ډېر وږی و او ډوډۍ يې خوړله. په دې وخت کې يې پيشو راغله او ميو، ميو يې پيل کړ. سړي ډوډۍ ور واچوله. پيشۍ ډوډۍ ژر ژر وخوړله او بيايې ميو، ميو پيل کړ، چې نوره ډوډۍ راکړه.
سړي نوره ډوډۍ هم ور واچوله. پيشۍ هغه ډوډۍ هم وخوړله او بيا يې ميو، ميو شروع کړ. سړي ته درد ورغی، ولاړ شو پيشو يې راواخېستله پرخپل ځای يې کېنوله او خپله ولاړ د هغې پر ځای پرېوت، ويل اوس نو زه ميو، ميو. پر ټوکه ټولو وخندل او بنجاره بل کلي ته ولاړ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||