|
دبنجاري خورجين: يوهېجايي کلمې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
کبير او نفيسې د کلي ترڅنګ په يوه څړځای کې مالونه څرول. کبير وويل چې، زما درې غواوې او دوه پسونه دي چې، ټول پنځه کېږي. اوس پنځه غواوې ووايم که پنځه پسونه؟ نفيسې وويل چې، درې غواوې او دوه پسونه ووايه، کبير وويل چې دا خوسمه ده مګر ټول په ګډه څنګه ووايم چې، په دې وخت کې بنجاره راغی. بنجاره له موضوع څخه ترخبرېدو وروسته وويل چې، دوه شيان هغه وخت جمع کېدای شي چې دواړه همجنسه وي وي، لکه دوې غواوې، دوه پسونه، دوې تېږې يا دوې لوټې. خوکه يوه غوا او بل پسه وي نو نه شي سره جمع کېدای، ځکه که ووايې چې، دومره غواوي شوې نو پسونه پاتې شول او که ووايې چې، دومره پسونه شول، نو غواوې پاتې کېږي. بنجاره د تيږې اولوټې، جنکيو او هلکانو، انار و او مڼو دجمع کېدو وپوښتل. ماشومانو په پيل کې غلطي وکړه، خو وروسته يې سم ځوابونه ورکړل.
بنجاره ماشومان وستايل، نجلۍ ته يې دوېښتانولينده، هلک ته يې شپېلک تحفه ورکړ او خپله بلې کوڅې ته ولاړ. سلام له شفيقې سره په کوڅه کې وچ توتان خوړل او دتوت نوم يې ترټولو لنډنوم وګاڼه. شفيقې وويل چې داسې نومونه خوډېر دي. سلام په دې خبره هيښتيا څـرګنده کړه. په دې وخت کې بنجاره راغی او د هغوی د بحث په موضوع خبرشو. بنجاره وويل، ټول هغه نومونه چې له يوه غږ يا يوې برخې څخه جوړشوي وي، لنډ وي، لکه همدا توت. بنجاره د توت د نوم له اخستلوسره سم لاس ته يو پړک ورکړ. تردې وروسته ماشومانو دنورو نومونو پيدا کولو ته لېوالتيا وښودله. ماشومانو په پيل کې دداسې نومونو يادونه وکړه چې، تريوې ډېرې هيجاوې يې درلودې، بنجاره دلاس په پړکولوسره هغوی خپلو غلطيو ته متوجه کړل. وروسته ماشومانو بې غلطۍ د توپ، ناک، خر ، کور او ګل نومونه پيداکړل. بنجاره د ماشومانو پوهه وستايله او بل کلي ته ولاړ. فضل له سايمې څخه ګاټي وغوښتل چې لوبه ورباندې وکړي، خو سايمې پوښتل چې کوم ګاټي، د نانځکې که زما؟
فضل وويل چې تردې خبرې پورې دې ما ته د فيل مرغانو ټوکه راپه يادکړه. دوی په همدې خبرو لګياوو چې بنجاره راغی. بنجاره اوسايمې په ليوالتيا د ټوکې اورېدل وغوښتل، فضل وويل: يو هلک د خپل انډيوال کره ولاړ چې، توپ ځنې واخلي او لوبه ورباندې وکړي. ملګري يې ورته وويل چې، توپ يې فيل مرغ وړی او له نورو فيل مرغانو سره لوبې ورباندي کوي. ده ورته وويل چې، کېنه ما مه غولوه، فيل مرغان نو کله په توپ لوبه کوي، ورشه توپ راوړه! ملګری يې په قهر شو او ورته وه يې ويل: که دروغ مې ويلای نو ولې مې داسي نه ويل چې، چرګان ورباندې لوبې کوي. ټوکې په اورېدو ټولو وخندل اوتردې وروسته بنجاره بل کلي ولاړ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||