|
د بنجاري خورجين: د ( هـ ) غږ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هديې په کوڅه کې هاشم ته وويل چې کاشکې بنجاره ماما راشي، ځکه هغه چې هرکله راشي نو په خورجين کې يې هرشی وي، په دې وخت کې بنجاري غږ وکړ چې، هان دادی درغلم. ماشومان دبنجاري په راتګ ډېرخوشاله شول. بنجاره وپوښتل چې څنګه د(الف با) د بل توري تمرين هم کوئ، کنه؟ ماشومان دبنجاره په خبره پوه نه شول. بنجاري وويل چې ولي هېر موشول چې په تېرو ورځو کې مو د (الف با) د بېلابيلو تورو تمرين کړی و. تر دې وروسته بنجاره د هغوئ له خبرو څخه د څوکلمو، لکه هر، هرکله او هرشی يادونه وکړه. بنجاره و پوښتل چې ددې ټولو په سرکې د څه شي غږ دی؟ ماشومان پوه نه شول چې دا د (هه) غږ دی. دا ځل بنجاري وپوښتل چې دا (هه) د الفبا دکوم توري غږ دی؟ ماشومان بياهم پوه نه شول. بنجاري په لنډه توګه ورته تشرېح کړه چې دا دوه سترګې (هې) نومېږي او نرمه تلفظ کېږي، خو د (حې) غوندې سخته نه تلفظ کېږي، لکه حلوا. ماشومان بيا هم پوه نه شول چې دانرمه (هې) ده. يوه ماشوم وويل چې دې ته ولې دوه سترګې هې وايي؟ بنجاره وويل، دا ځکه چې کله وليکل شي، نو داسې ښکاري لکه دوې سترګې چې لري. بنجاري له ماشومانو څخه وغوښتل چې داسې کلمې پيدا کړي چې په سرکې يې دهمدې دوې سترګې هې غږ وي. ماشومانو سمدلاسه د هلک، هګۍ، هوا، هرکاره، هديه او همېشه کلمې پيدا کړې. بنجاري پر ماشومانو باندې آفرين ووايه او د هغو ی د پوهې د ستاينې لپاره يې يوه يوه هنداره تحفه ورکړه. ماشومان متوجه شول چې د هندارې د کلمې په سرکې هم د دوې سترګې(هې) غږ دی. بنجاره هم دغه خبره ومنله اوبلې کوڅې ته ولاړ. بنجاري په ترنم کې له خپلې دې سندرې سره چې (بنجاره راغلی ډکه خورجينه _ سيخکان قيتکان پکې لرينه _ راووزئ وړوچې بيرته ځينه) کوڅې ته راغی .
شيلا او نادر په خوښۍ ورمنډه کړه او روغبړ يې ورسره وکړ. په دې ترڅ کې د نادر پام شو چې بنجاره په خورجين کې څو دانې توپونه راوړي دي. نادر پوښتل چې دا څو دانې توپونه دي؟ بنجاره وويل چې ټول شپږ دانې دي، خو نادر ته لږ وبرېښېدل او ويې ويل چې کاشکې دې ددې دوه چنده توپونه راوړي وای. شيلا وپوښتل چې ته پوهېږې چې دشپږو دوه چنده څوکېږي؟ نادر غلط ځواب ورکړ. بنجاره وويل چې دا توپونه واخلي او دشپږو دپاسه يې تر هغو پوري يو يو وشمېري، چې د شپږو دوه چنده پيدا شي. نادر هم دغسي وکړل او ورته معلومه شوه چې دشپږو دوه چنده دولس دي. وروسته د شيلا پام شو چې په خورجين کې د وېښتانو لېندئ دي. هغې و پوښتل چې دا څو دانې دي؟ بنجاري ځواب ورکړ چې اووه دانې دي. نادر وپوښتل چې اوس نو تۀ ووايه چې د اوو دوه چنده څوکېږي؟
شيلا لومړی غلط ځواب ورکړ خو ډېر ژر يې بېرته سم کړ چې (١٤) کېږي. شيلا او نادر له يو بل څخه تر (١٠) لسو پوري د عددونو د دوه چنده پوښتنې وکړې اوسم ځوابونه يې ورکړل. نادر وويل چې د هرو دوو نژدې عددونو ددوو چندو په منځ کې دوې شمېرې فرق دی. لکه د اوو دوه چنده څوارلس او د اتو دوه چنده شپاړس کېږي. بنجاري وويل چې په رښتياهم د ټولو نژدې عددونو لکه پنځه او شپږ يا شپږ او اووه يا اووه او داسي نورو تر منځ دوې شمېرې فرق وي. وروسته ماشومانو پرته له کومې ستونزې له شپږو بيا تر (١٠) پوري د ټولو عددونو دوه چنده تکرارکړه. بنجاره دهغوی پوهه وستايله او خپله بل کلي ته ولاړ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||