BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:09 گرينويچ 2007 ,21 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين: لس شل دېرش په لوبه کې

ماشومان د لس شل دېرش په لوبه کې

نبي، شريفې او زرغونې غوښتل چې د پټ پټونې لوبه وکړي. د لومړي تن د ټاکلو لپاره يې، چې بايد سترګې پټې کړي، لس، شل او دېرش ويل پيل کړل .

زرغونې ورسره و نۀ منل، ويل چې څو ځايه دي غلطي وکړه، کۀ نه زه نۀ ټاکل کېدم.

وروسته يې له شريفې څخه پوښتنه وکړه چې همداسې نه ده، خو هغه نۀ پوهېده چې سم يې ويلی که غلط؟

په دې وخت کې بنجاره راغی، ماشومانو ورته وويل چې زموږ د لس، شل او دېرش پر ويلو لانجه ده.

بنجاره وويل چې لس، شل او دېرش د يو، دوه او درې غوندې دي.

 لس، شل دېرش سر بېره پر دې چې په لوبو کې کارول کېږي دلس، لس زياتولو حساب هم دی.
بنجاري

ديوه پر ځای لس، د دوو پر ځای شل او ددريو پر ځای دېرش ويل کېږي، بس همداسي تر لسو پوري.

وروسته يې له نبي څخه وغوښتل چې لس، شل او دېرش دي له سره ووايي چې سمه يې وايي که نه؟

نبي لس، شل او دېرش له غلطيو سره تکرار کړه چې دبنجاري او نجونو په مرسته يې بېرته سم وويل. تر هغۀ وروسته نجونو هم لس، شل اودېرش ترسلو پوري سم وويل.

بنجاري وويل چې لس، شل دېرش سر بېره پر دې چې په لوبو کې کارول کېږي دلس، لس زياتولو حساب هم دی.

بنجاري په پای کې ماشومانو ته يو، يو پلاسټيکي لاسي ساعت تحفه ورکړ او ورڅخه ولاړ.

عزيز او فريده لۀ کلي څخه دباندي پردې غږېدل چې چيري خپل مالونه وڅروي؟

په دې وخت کې يوګړم واورېدل شو. دوی او مالونه وډارشول. عزيز وپوښتل چې دا دڅه شي ګړمب و؟

يو تن ماين پاک
 هغه دي وړاندې ماين پاکان کارکوي. زما پلار ويل چې کله هغوی ماينونه پيدا کړي بيايې چوي، نه وينې چې هلته دوړې پورته شوې؟
فريد

فريدې په خندا وويل چې هغه دي وړاندې ماين پاکان کارکوي.

زما پلار ويل چې کله هغوی ماينونه پيدا کړي بيايې چوي، نه وينې چې هلته دوړې پورته شوې؟

عزيز خوښي څرګنده کړه چې تر اوسه خو يې هغې خواته مالونه نشو بېولای،

تردې وروسته به يې بيايي، خو فريدې وويل چې پام کوه چې هغې خواته ورنه شې! کېدای شي کوم ماين پاتې وي .

فرېدې د پلار لۀ خولې وويل چې ماين پاکان په هغو ځايونو کې چې ماينونه وي، تيږې رنګوي او هغه ځای چې پاک کړی يې وي هم تيږي رنګوي.

عزيز وپوښتل چې هغه څه ډول رنګونه دي؟ په دې وخت کې بنجاره راغی، تر روغبړ وروسته بنجاره وويل چې په کوم ځای کې چې ماينونه وي،

هلته ماين پاکان تيږې، د دېوالونو ځينې برخې او يا د ونو تنې په سرۀ رنګ رنګوي.

د ماين نښې
په کوم ځای کې د ماين خطر وي هلته او يا د ونو تنې په سرۀ رنګ رنګوي.

په کوم ځای کې چې بل خطرناک چاودېدونکی شی، لکه ناچاودي مرمۍ اونور داسې شيان وي نو په آسماني رنګ يې رنګوي

او چې لۀ دې دواړوڅخه يې ځای پاک کړی وي، نو په سپين رنګ يې رنګوي.

تردې وروسته بنجاره ماشومانوته يوه يوه د مالونو دغاړې زنګوله تحفه ورکړه اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ .

قو مهاجر مرغۀ د بنجاري خورجين
مهاجر مرغۀ
يوهېجايي کلمې دبنجاري خورجين
يوهېجايي کلمې
جنترۍدبنجاري خورجين
جنتري
ستنېدبنجاري خورجين
د تار او ستنې کيسۍ
هوسۍدبنجاري خورجين
هوسۍ
قلمونهدبنجاري خورجين
دقلم ترانه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>