|
د بنجاري خورجين: د ترکاري شوروا | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
عظيم په کوڅه کې ولاړ و او پرنجېده چې په دې وخت کې دهغه ګانونډۍ خماري له کوره راووته او خوشاله ښکارېده. عظيم له خماري څخه وپوښتل چې نن ولې دومره خوشحاله يې؟ هغې وويل چې مور مې د ترکارۍ ښوروا جوړوي، زه ځم چې له پټي څخه ګندنه او نوره ترکاري ورته راوړم. عظيم دترکارۍ ښوروا هسې چټي شی وباله خوخماري د پلار له قوله دغه ښورواډېره ګټوره وبلل. په دې وخت کې بنجاره راوره سېد او د خماري د پلار خبره يې سمه وګڼله، خو عظيم سره له دې بيا هم پوره باور نه کاوه.
بنجاره وويل چې په دې ساړه ژمي کې توده ښوروا دسينه بغل، رېزش، د زړه جوش (زړه ايشېدل) او ګېډې د درد لپاره ښه ده. دغه ډول خٌلق تنګي کموي، زړه قوي کوي، د بندونو د درد مخه نيسي. که په ورځ کې يوځل وخوړل شي، نو نۀ يوازي داچې سړي ته د معدې تکليف نه پيدا کېږي، بلکې نور تکليفونه يې هم جوړوي. عظيم د دغو ګټو په اورېدو حيران شو او لۀ خماري څخه يې وغوښتل چې هغې ته هم د ترکارۍ ښوروا ورکړي. خماري نۀ يوازي عظيم، بلکې بنجاري ته هم د ترکارۍ د ښوروا ست وکړ. بنجاري وويل چې اوس کار لرم، بل وخت به يې ګورو، خو اوس تاسي داسي وکړئ چې دغه معلومات خپلو نورو ملګرو ته هم وواياست. تر دې وروسته بنجاره بلې کوڅې ته ولاړ.
د هوسۍ په لاس کې يوه هګۍ وه او حبيب ته يې وويل چې دا هګۍ زما چرګې اچولې وه، اوس يې وړم چې پخه يې کړم او ويې خورم. حبيب په ملنډو وويل چې ښه ته نوحګۍ خورې! هوسۍ ته دا تلفظ عجيب وبرېښېد. حبيب دبنجاري له خولې وويل چې (هې) دغه ډول غږ لري. هوسۍ وويل چې بنجاري ماما خو ويل چې دوه ډوله هې ګانې دي چې غږونه يې فرق سره لري. په دې وخت کې بنجاره راغی اوتر روغبړ وروسته د هغوئ دبحث له موضوع څخه خبر شو. بنجاري د هوسۍ خبره سمه وګڼله چې دوه ډوله (هې ګانې) دي. ماشومانو وويل چې دهې ګانو ترمنځ څه فرق دی؟ بنجاري د حلوا او هګۍ په نومونوکې د هې ګانو فرق واضح کړ. بنجاري وويل چې (حې) په ستونې او (هې) په سينه کې تلفظ کېږي.
وروسته بنجاره حلوا او هګۍ هماغسې تلفظ کړې چې په دې ډول ماشومان د دواړو هې ګانو په فرق پوه شول. تردې وروسته بنجاري له ماشومانو وغوښتل چې داسې نور نومونه هم پيدا کړئ، چې دواړه هې ګانې پکې راغلي وي. ماشومانو په پيل کې غلطي وکړه، خو وروسته يې د هلک، حلقه، هوا، حلبي، هندوانې او ددوی خپل نومونه (هوسۍ او حبيب) پيدا کړل چې سم تلفظ يې فرق روښانه کړ. بنجاره د هغوئ پوهه وستايله او ورڅخه يې وغوښتل چې درې درې داسې نورې کلمې له خپلو ملګرو سره پيدا کړئ چې همدا(هې ګانې) يې په سر کې راغلي وي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||