|
د بنجاري خورجين: کنري | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زرمينې خليل ته وويل چې پرون مې په ونه کې يوه داسې مرغۍ وليده چې تر اوسه مې نه وه ليدلې. خليل وويل چې تابه تراوسه نه وي ليدلې، خو داسي مرغۍ نشته چې مادي تراوسه نه وي ليدلې. زرمينې دا خبره ونۀ منله او ويې ويل چې راځه تۀ هم د مرغيو نومونه واخله او زه به يې هم واخلم. معلومه به شي چې څوک ډېرې مرغۍ پېژني؟ لومړی خليل د چڼچڼې ( کورنۍ چوغکې ) ،سايرې او ژېړکې نومونه واخيستل. زرمينې د بلبلې او توتکۍ نومونه واخيستل، وروسته خليل د کنري نوم واخيست .
زرمينه حېرانه شوه چې ( که نر يې ) دا هم مرغۍ ده!؟ خليل وويل چې ( که نر يې ) نه، کنري. کنري يوډول مرغۍ ده چې دنورو مرغيو غوندې ټونګه ( مښوکه)، وزرونه او لکۍ لري. په دې وخت کې بنجاره راغی او ويې پوښتل چې څه شی ټونګه او لکۍ لري؟ زرمينې ژر وويل چې خليل وايي، يوه مرغۍ ده چې کنري نومېږي. بنجاري تائيد کړه چې کنري رښتياهم يوه مرغۍ ده، که غواړئ ويې ګورئ چې له خورجين څخه يې راوباسم. بنجاره له خپل خورجين څخه يوه پلاستيکي کنري راو ايستله. زرمينې افسوس وکړ چې کاشکې دا کنري ژوندۍ وای. بنجاره وويل چې داخو جادويي خورجين دی، ورته وګوره چې داپلاستيکي کنري څنګه ژوندۍ کېږي؟ له دې سره سم کنري ژوندۍ او پرخبرو راغله. کنري وويل چې موږ ډېر رنګونه لرو، لکه ژيړ، زرغون، نارنجي، سور، سپين او داسې نور.
موږ ګال، ږدن، د کاهو اوګشنيزو پاڼې، مڼې، کېلې، د هګيوسپين، بادام ، زردالو او د زړو مغزخورو. د ونو په لوړو ښاخونو کې ځالې جوړوو او له ( ١٦) څخه نيولې بيا تر (٢٠ ) کالو پورې ژوندۍ پاته کېدای شو چې تر دې خبرو وروسته کنري بيرته په پلاستيک واوښته. بنجاره ماشومانوته وويل چې دکنري په باب معلومات خپلو نورو ملګرو ته هم وواياست، اوس نو زه هم بلې کوڅې ته ځم. په کوڅه کې هواسړه وه، ځکه نوشکيلا بريالي ته وويل چې راځه کورته ولاړ شو، خو د بريالي زړۀ نۀ غوښت او ويې ويل چې ماته په هوا کې پاغوندې پاغوندې ورېځې خوند راکوي. شکيلا وويل چې له ورېځو سره خو باران او واورې اورېدل هم کېدای شي، يخ به مو ووهي. په دې وخت کې بريالي د ټکټکي غږ واورېد او شکيلا ته يې وويل چې ته ودرېږه بنجاره ماما راغی.
بنجاره ماما له ماشومانو سره تر روغبړ وروسته وپوښتل چې پرڅه شي مو بحث کاوه؟ شکيلا وويل چې په اسمان کې تورې او سپينې پاغونده پاغونده ورېځې دي، ماويل چې باران ونه شي . ددې خبرې په اورېدو بنجاره داسندره په ترنم کې پيل کړه: تورې سپينې ورېځې ښکاري په اسمان کې. د بريالي سندره خوښه شوه او ويې پوښتل چې نوره هم شته که نه؟ بنجاري وويل چې هو نوره هم شته . شکيلا اوبريالي بنجاره ماما ته زارۍ پيل کړې چې خير دی ټوله سندره راته ووايه. بنجاري هم ومنله خو پر هغوی يې داشرط کېښود چې وروسته به يې تاسي واياست. ماشومانوهم داشرط ومانه او بنجاره په ترنم کې داسندره پيل کړه: تورې سپينې ورېځې، ښکاري په اسمان کې
کور نه وتی نه شم، واورو او باران کې سترګه د لمر پټه شوه ، ټوله ځمکه خټه شوه وريځوشپه راجوړه کړه، سپين سبا دالان کې ددواړو ماشومانو سندره ډېره خوښه شوه، خو داچې ښه يې زده شوې نۀ وه، نو د بيا تکرارولو غوښتنه يې وکړه. دا ځل بنجاره ويله او ماشومانو ورسره بدرګه کوله، هماغه وچې ښه يې زده شوه. تردې وروسته ماشومانو وغو ښتل چې له بنجاره سره سندره په ګډه ووايي. بنجاره له خورجين څخه چمبه ( دايره ) راوايستله اوداځل يې سندره له چمبې سره وويله . په پای کې بنجاره د ماشومانو له خوا دسندرې سم ويل وستايل او له هغوی څخه يې وغوښتل چې همدا سندره خپلو نورو ملګرو ته هم ووايي او خپله بل کلي ته ولاړ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||