BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:47 گرينويچ 2008 ,07 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين: بنګړي

بنګړي

بنجاري لۀ لرې راروان ودا سندره يې ويله : بنجاري راغلی ډکه خورجينه - سيخکان قيتکان پۀ کې لرينه - راووځئ وړو چې بېرته ځينه ......

صفيې او مکۍ ته بنجاري خورجينې نه رنګارنګ بنګړي راواېستل ، هغوئ هک پک شول چې دا خو بل ډول بنګړي دي، دابه لۀ څه شي نه جوړ شوي وي ؟

بنجاري ماشومانوته وويل: لومړی تاسو ووايئ چې بنګړي لۀ څه شي نه جوړېږي ، چې زۀ پوه شم چې تاسو کوم ډول بنګړي پېژنئ !؟

ماشومانو پلاستيکي ، ښيښه يي او د سرو بنګړي ليدلي وو. بنجاري وويل: بنګړي لۀ سپينو زرو ، اوسپنې ، لرګي او کودړي نه هم جوړېږي .

 که ښايسته وويل شي يا ښکلی، يوه مانا لري ، دغو کليمو ته مترادفې يا پۀ مانا کې يو بل ته نژدې کليمې وايي .

صفيې وويل: زماد بنګړو رنګ خوښ دی، خو مکۍ بنګړي دبڼې لۀ مخې خوښول. بنجاري وويل: خلک بنګړي د غږ لۀ مخې هم خوښوي،

او پۀ ټوله دونيا کې نجونې بنګړي پۀ لاسونوکې اچوي . ماشومانوبنګړيو ته د سندرې ويلو وويل،بنجاري يې اورېدل وغوښتل .

ويې ويل: ( روپۍ مې ستا لپاره د بنګړو ساتلې دينه - دواړه مټې ډکې که بنګړي راغلي دينه - شنه بنګړي دې مات شه ) سندره يې وويله .

بنجاري ورته يو يو درځن بنګړي تحفه ورکړل، ورنه يې وغوښتل چې همدا مالومات خپلو نورو ملګرو ته هم ووايئ .

رابيا وويل : ټيکری مې ډېر ښکلی دی، آصف وويل: نه ښايسته دی . بنجاري و ويل: که ښايسته وويل شي يا ښکلی، يوه خبره ده، دغو کليمو ته مترادفې يا پۀ مانا کې يو بل ته نژدې کليمې وايي .

ماشومانو وويل: دا ډول کليمې نورې هم شته که يوازې همدا ښايسته او ښکلی دي؟ بنجاري وويل : ډېرې دي لکه: کمزوری او ضعيف ماشومان پوه شول .

بنګړي
بنګړي له سرووسپينو زرو، پلاستيک، ښيښه، لرګي، اوسپنې، او کودړي نه جوړيږي.

ماشومانو هم د مترادفو کليمو د بېلګو پيداکول پيل کړ ل ،لومړی يې لږه غلطي وکړه خو وروسته يې د يو بل په مرسته سمې بېلګی پيدا کړې .

آصف وويل: قوي او زورور هم يوه مانا لري ، بنجاري يې خبره سمه وبلله، وروسته ماشومانو د خوښ او خوشاله ، خپه او غمژن کليمې هم پيدا کړې،

بنجاري کوچنيانو ته يو يو وړوکی موټرک تحفه ورکړ، ورته يې وويل: لۀ ملګرو سره درې درې نورې همدغه ډول کليمې پيدا کړئ ،خپله هم بل کلي ته و لاړ .

.

غاښونهد بنجاري خورجين
د غاښونو کيسۍ
تور يږد بنجاري خورجين
تور يږ
د نيالګيوکېنولد بنجاري خورجين
د نيالګيوکېنولو ترانه
د ورځې وختونهد بنجاري خورجين
د ورځې وختونه
کنريد بنجاري خورجين
کنري
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>