BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:31 گرينويچ 2008 ,24 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: د نيالګيوکېنولو ترانه

د نيالګيوکېنول
راوړه نيالګي راوړه کلی کور مو خړ ميدان دی، ورو ورو باران دی.
بنجاري له خپلې دايمې سندرې سره ، بنجاري راغلی ډکه خورجينه سيخکان قيتکان پۀ کې لرينه، راووځئ وړو چې بېرته ځينه ، لۀ لېرې راغی .

ماشومانو ورمنډې کړې اوتر روغبړ وروسته يې پام شو چې بنجاري لۀ ځانه سره نيالګي راوړي دي .

فاطمې ته د نيالګيو دکرلو په اړه يوه ترانه ورپۀ زړه شوه چې لۀ مشر ورور څخه يې زده کړې وه .

بنجاري او رستم يې اورېدل وغوښتل. فاطمې هم پۀ ترنم پيل وکړ :

راوړه نيالګي راوړه کلی کور مو خړ ميدان دی، ورو ورو باران دی، راوړه نيالګي

راوړه چې يې وکرو هرخواته، باغ به شي سبا تهو ونو د ميوو نه مرغۍ والوزي هوا ته ښکته شي کلا ته

اوس خو هره ورځ په دوړو ډک زمونږ دالان دی،ورو ورو باران دی ، راوړه نيالګي راوړه کلی کور مو خړ ميدان دی ،ورو ورو باران دی .

بنجاري لۀ خورجينې چمبه راواېستله او له ماشومانو يې وغوښتل چې دا ځل يې له چمبې سره په ګډه ووايي تر څو لا ډېر خوند وکي .

 بنجاري له ماشومانو وغوښتل چې په دېرشو نيالګيو لومړی يو ، ورپسې دوه ، ورپسې درې .....همداسې تر لسو نيالګيو زيات کړي.

ماشومانو هم ترانه له چمبې سره وويل .

بنجاري په جايزه کې ورته يويو نيالګی ورکړ او غوښتنه يې ترې وکړه چې همدا ترانه خپلو نورو ملګرو ته هم ووايي .

قسيم او طيبې خپلو پروسږ نو نيالګيو ته کتل او خوشحاله وو . قسيم وويل چې دا نيالګي څنګه ښه غټ شوي،خو پوېېږې چې څو دانې دي ؟

طيبې وويل چې د پلار څخه يې اورېدلي چې دېرش دانې دي . پۀ دې وخت کې بنجاري راغی.

بنجاري لس نيالګي نور هم ورکړل او ويې ويل که دا د خپلو مشرانو په مرسته وکرئ نو ستاسې ټول نيالګي په څـو شي ؟ ماشومانو د پنځوس ځواب ورکړ .

بنجاري د ماشومانو ځواب سم ونه ګاڼه .

ماشومانو د سم ځواب د اورېدلو غوښتنه وکړه ، خو بنجاري وويل چې هغه به په پای کې په خپله پيدا کړئ .

بنجاري په پيل کې له ماشومانو وغوښتل چې په دېرشو نيالګيو لومړی يو ، ورپسې دوه ، ورپسې درې ، .......همداسې تر لسو نيالګيو زيات کړي .

ماشومانو هم په پوره شوق دا ډول زياتول پيل کړل . هغوئ يو له بله پوښتل چې که په دېرشو يو زيات شي څو کېږي ؟ دويم ځواب ورکاوه چې يودېرش .

ماشومان
ماشومان په ګډه سره حساب زده کوي.

همداسې په دېرشو که دوه زيات شي ، که درې زيات شي ...... تر لسو پورې . هر يو په خپل وار سم ځواب يا خپله يا د بنجار ي په مرسته پيدا کاوۀ .

په پای کې څرګنده شوه چې که ددوئ په دېرشو پروسږکلنو نيالګيو لس نيالګي نور هم زيات شي نو څلوېښت کېږي .

وروسته هغوئ پوه شول چې که په دېرشو يو زيات کړو بايد اول يو ووايو ورپسې دېرش يانې يو دېرش همداسې تر نهه دېرشو .

په پای کې بنجاري ټول نيالګي په تحفه کې ورپرېښودل او ورڅخه ويې غوښتل چې همداسې حساب له خپلو نورو ملګرو سره هم وکړي .

د ورځې وختونهد بنجاري خورجين
د ورځې وختونه
کنريد بنجاري خورجين
کنري
د ترکاري شورواد بنجاري خورجين
د ترکاري شوروا
نکريزېدبنجاري خورجين
نکريزي
د هوا په کلمې کې د ( هـ ) غږ شتهد بنجاري خورجين
د ( هـ ) غږ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>