|
د بنجاري خورجين : تور يږ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
بنجاره دا سندره وايې: بنجاره راغلی ډکه خورجينه _ سيخکان قيتکان پکې لرينه _ راووزئ وړو چې بيرته ځينه. خاطرې او مېوندپه خوښۍ ورمنډه کړه. ترروغبړ وروسته يې پام شوچې،له بنجاره سره د يو وړوکي تور سپي په شان يوحيوان هم ورسره دی . يوه ماشوم و پوښتل چې دا څه شی دی؟ بنجاره ځواب ورکړ چې دا د يږ بچی دی چې له مور څخه ورک شوی و، زما ملګري موندلی اوماته يې راکړ. کله چې لږغټ شي بيرته يې وړم چې په غره کې يې له نورو يږانو سره خوشي کړم. ماشومانو وپوښتل چې يږ په غرۀ کې اوسېږي؟ بنجاره وويل چې هو! يږ په غرونو، غونډيو اوځنګلونو کې اوسېږي . ماشومانو وپوښتل چې ديږ به همدا يو بچی و که نور بچي به يې هم درلودل ؟ بنجاري وويل چې يوه يږه په کال کې له يوه څخه نيولې تر شپږو پوري بچي راوړي . يوه ماشوم وپوښتل چې يږ څه شی خوري؟ بنجاري وويل چې، يږ مېوې، شنه بوټي، کبان، مرغۍ، شات ( عسل ) او داسې نورشيان خوري. د افغانستان دلغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، پکتيا، خوست اوداسې نوروولايتونوکې پيدا کېږي. تردې وروسته بنجاري ماشومانوته يو يو پلاستيکي تور يږ تحفه ورکړه اوخپله بلې کوڅې ته ولاړ . حکيم جميلې ته وويل چې، زما ورور دي نه دی ليدلی؟ جميلې وويل چې زه پوه نه شوم، ستاکوم ورور يادوې؟ په دې وخت کې بنجاره راغی او ويې ويل چې، اول يې نوم زده کړه او بيا يې پوښتنه وکړه . په دې باب يوه کيسۍ ( چستان ) هم شته .وايي هغه څه شی دی چې پر هرڅه کې دی؟ ماشومان پوه نه شول چې دابه څه شی وي، بنجاره وويل چې دا نوم دی. نومونه ددې لپاره دي چې انسانان په خبروکې يوله بل سره پوه شي چې په څه شي غږېږي؟
مثلاً تاسي وليدل چې د جميلې د حکيم د ورور نوم نه و زده، ځکه نو دحکيم په خبره پوه نه شوه. ماشومانو د خپلو وروڼو او خويندو نومونه واخيستل، په دې وخت کې يې پام شوچې د ښځو او نارينه وو نومونه هم سره جلا دي . بنجاره وويل چې دښځو اونارينه ګانو نومونه هم ددې لپاره سره جلا دي چې، خلک پوه شي د ښځې په باب غږېږي که د نارينه په باب. پر ټولو شيانولکه تيږه، ونه، انسان، حيوان اوداسي نورو باندې ددې لپاره نومونه ايښودل شوي چې، يو له بله سره جلا او خلک يې وپېژني. بنجاره له ماشومانو سره خدای پاماني وکړه او بل کلي ته ولاړ. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||