|
د بنجاري خورجين : د غاښونو کيسۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مريمه، چې درې دانې غوزان يې په لاس کې وه، په کوڅه کې علي او فوزيه وليدل . مريمې غوښتل چې غوزان پر ټولو وويشي خو بايد ډېر غوزان دې ته ور پاتې شي . کله چې مريمې ويش وکړ، نو ويې ليدل چې ټولوته يو يو دانه ور ورسېد. په دې وخت کې بنجاره له سوی سره راغی او تر روغبړ وروسته يې وويل چې داوېش سم دی. مريمې وپوښتل چې ماته ولي ډېر غوزان راپاتې نه شول؟ بنجاره وويل چې دا همدا سې کېږي، هرڅـومره غوزان چې پر هغومره کسانو وويشې، تل يو يو رسېږي . علي څلور غوزان له بنجاره څخه واخيستل چې پر څلورو کسانو يې وويشي. کله چې يې فوزيې، مريمې او سوی ته يو يو دانه ورکړ ، نو ده ته هم يو دانه ور پاتې شو. فوزيې وويل چې دغه ډول وېش خو اسانه دی، زه هم دوه غوزان اخلم اوپر دوو نفرو يې وېشم، وبه ګورم چې يو يو رسېږي که نه ؟ فوزيې وويل چې، بنجاره ماما زه او ته به غوزان سره ووېشو. ويې ليدل چې بيا هم مريمې ته يودانه غوز پاتې شو. وروسته سوی پنځه دانې غوزان واخيستل چې پر پنځوکسانو يې ووېشي. کله چې يې يو يو دانه هريوه ته ورکړ نو ويې ليدل چې بيا هم يويو دانه ورسېد. ماشومانو ته دا ډېره په زړه پورې وبرېښېدله . بنجاره وويل چې که لس پر لسو کسانو وويشو يا سل پر سلو نفرو ووېشو نوهم يو يو ور رسېږي . ماشومان پوه شول او بنجاري هغوی ته له خپلې خورجينې څخه نور غوزان هم د تحفې په ډول ورکړل چې په خپلومنځوکې يې سره ووېشي او بيايې وخوري . تر دې وروسته بنجاره بلې کوڅې ته ولاړ. اجمل تورپېکۍ ته وويل چې وګوره زما غاښونه څومره پاک او سپين دي ! تورپېکۍ وويل چې دانوڅه سپين دي، وګوره زما غاښونه تر واورې هم سپين دي . په دې وخت کې بنجاره راغی او ويې پوښتل چې ايا تاسي د غاښونو په باب غږېږئ ؟ ماشومانو وويل چې هو، موږ دغاښونو په اړه خبرې کولې . بنجاره وويل چې ماته يوه کيسۍ ( چستان ) راپه ياد شو، مانا يې پيدا کړی! کلک دی خو تيږه نه ده ، سپين دی خو واوره نه ده او تېره دی خو چاړۀ نه ده؟ اجمل ژر ځواب ورکړ چې سپينه ډبره ده . بنجاره په خندا وويل، ماخو درته وويل چې کلک دی خو تيږه نه ده .
تورپيکۍ وويل چې دابه نو پوست شوې لښته وي. بنجاره وويل چې نه دا ځواب هم سم نه دی. بنجاره وويل، داسی يو شی دی چې هم يې انسانان او هم يې ځينې حيوانات لري . اجمل وويل چې ښايي نوکان به وي. بنجاره وويل چې نه تر نوکانو هم کلک او هم سپين دی . تورپيکۍ وپوښتل چې بنجاره ماما ډوډۍ خو به نه ورباندې خوړل کېږي؟ بنجاره وويل چې هو، ډوډۍ ورباندې خوړل کېږي. تورپيکۍ وويل چې بس پوه شوم، غاښونه دي، غاښونه . بنجاره وويل چې رښتيا هم غاښونه دي . وروسته بنجاره وويل چې همداسي نورې کيسۍ هم پيدا او له خپلو نورو ملګروڅخه يې ځوابونه وپوښتئ، اوس نو زه هم بل کلي ته ځم. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||