BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:38 گرينويچ 2008 ,18 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: ستاينوم ( صفت )

د بنجاري خورجين: ستاينوم ( صفت ):
يو شي چې چاته هر ډول ښکاره شي ( که تور وي تور او که سپين وي ، سپين يې صفت وي ).
شکريې يوسف ته خپله نانځکه وښودله چې ښايسته ده. خو يوسف وويل: " نه بدرنګه ده". بنجاري راغی لۀ دوی يې و پوښتل چې پۀ څۀ شي غږېږئ ؟

شکريې وويل:"يوسف مې ښايسته نانځکې ته بدرنګه وايي".بنجاري وويل:" تاته دې دنانځکې دا ډول صفت ښکاري اودۀ ته هغه ډول .

شکريې وويل:"دی خو زما د نانځکې صفت نۀ کوي، بد يې وايي". بنجاري وويل:" کله چې څوک يو شي ته وګوري، هر ډول چې ورته ښکاره شو هماغه يې صفت وي.

مثلاً: که د يو چاجامې خېرنې وي، خېرن يې صفت دی، که پاکې وي پاک".يوسف پوښتنه وکړه:که د يوه شي بد ووايو دايې هم صفت وي؟

بنجاري وويل:" هو. مثلاً: زه وايم دا پاڼه مړاوې ده. مړاوی يې صفت دی ځکه چې پاڼه په رښتيا مړاوې ده". يوسف وويل: "نوي موټرکې نوی موټر صفت دی".

تذکره :
تذکره په ښوونځي کې د شا مېلېدو، مېنې، ځمکې، موټر پېرېدلو او په نورو کارونو کې پکارېږي .

بنجاري يې خبره غلطه وګڼله، ويې ويل:"يوازې نوی صفت دی اوبس".يوسف وويل:"په زوړ موټر کې زوړ صفت دی". بنجاري ورته آفرين ووايۀ.

حفيظ ذکيې ته د کاغذ يوه پاڼه وښودله ويې ويل دا د څۀ شي ده ؟ ژر يې وويل:"وی دا خو مې دمشر ورور عکس دی څۀ پۀ کې ليکل شوي هم دي".

حفيظ غوښتل عکس وشکوي چې بنجاري راغی ،و يې وويل:" دا خو تذکره ده، پۀ دې کې دانسان نو م، د پلار نوم او د نيکه نوم ليکل شوی وي.

پر تذکره ليکل شوي وو( نوم محمدآصف د پلار نوم حميدالله). حفيظ وويل:"دا زما د ورور تذکره ده". پوښتنه يې وکړه چې دا څۀ پۀ کار راځي؟

غټ او کوچنی
يو انځور غټ، بل کوچنی دی. غټ او کوچنی د صفت کليمې دي، دانځورونو څرنګوالی ښيي.

بنجاري وويل:"کله چې څوک ښوونځي کې شا ملېږې دا پۀ کارېږي، بل کله چې څوک کور ، ځمکه او موټر اخلي هم په کارېږي".

ذکيې ته ورپۀ زړۀ شول، کله چې څوک لۀ هېواده د با ندې ځي هم ورته پۀ کاريږي. بنجاري يې خبره سمه وګڼله،

له ماشومانو يې وغوښتل چې له خپل موراوپلارنه وپوښتي چې دوئ ته يې تذکره اخېستې ده او که نه ؟

د اسراو پرده : زخه: محمد عارف لوديند اسراو پرده
زخه
مالټهد بنجاري خورجين
مالټه
بنګړيدبنجاري خورجين
بنګړي
غاښونهد بنجاري خورجين
د غاښونو کيسۍ
تور يږد بنجاري خورجين
تور يږ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>