BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:18 گرينويچ 2008 ,04 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دبنجاري خورجين: سورلنډی

سورلنډی

مجيدشريفې ته وويل، چې ترور يې غوزان ورکړي،ويې ويل:" مونږ څلور خويندې او ورونه يو هريوه ته يې لس لس دانې راکړيدي، او ټول څـلوېښت دانې کېږي .

شريفې وويل :" زه چې خپل لس واخلم نو پېنځه دېرش پاتې کېږي." مجيد وويل:" له څلوېښتونه چې لس کم شي، دېرش پاتې کېږي. بنجاري راپيدا شو.

بنجاري لۀ څلوېښتونه دېرش بېل او لس بېل کړل.ماشومانوته يې وويل:"لومړی لۀ دې لسو يو کم کړئ، بيا دوه، بيا درې، همداسې تر لسو پورې او پر دېرشو يې زيات کړئ."

ماشومانو همدا کار وکړ،روښانه شوه ترڅلوېښتوچې لس کم شي دېرش پاتې کېږي، لکه لۀ لسو چې يو کم شي نهۀ پاتې کېږي خو لۀ څلوېښتوچې يو کم شي کړو نو نهه دېرش پاتې کيږي.

ځينې سورلنډيان سوربخن زيړ شايې خړه وي.،ځينې سوربخن او شايې توره وي

بنجاري هلک اونجلۍ ته د نانځکې او موټرک په ورکولود هغوی پوهه وستايله . طاهر او خاطره پۀ دې غږېدل چې دوئ هېڅکله سورلنډی نۀ دی ليدلی چې څه ډول ځناور دی؟

بنجاري راغی لۀ خورجينې يې جادويي هنداره راوويستله او د منتر پۀ ويلوپۀکېسورلنډی راڅرګندشو. سورلنډی وويل:

"پۀ کال کې يو وار لۀ(٢ ) تر( ٦) بچي زېږوو، . پۀ غرونو ،دښتو اوچمنونو کې ژوندکوو، لۀ(٨ ) تر (١٦) کالوپورې ژوند کوو .

چرګان ، مرغان ، هوسۍ ، ناوليان، سوی ، هګۍ، څرمښکۍ، مار، ماهيان او نور د اوبو حيوانات ، د وزو اوميږو بچيان،ميوې، مړۀ خره او غوايان خورو .

د ځينو رنګ مو ټول سوربخن زيړ اوشا خړه وي.،د ځينو سينه اود پښو ددنه بر خه سپينه او نور ځان مو سوربخن او شا مو توره وي ."

طاهرد سورلنډي پۀ اړه يوه ټوکه و ويله:" يوۀ سورلنډي دېوې ښځې چرګ نيولی او تښتاوۀ يې. ښځې سورې وهلې، چې هله! زما دوه منی چرګ يې يوړ .

سورلنډی
له څلوېښتونه چې لس کم شي، دېرش پاتې کېږي

يو دم سورلنډی ودرېدۀ و يې ويل، چې دا ښځه څومره دروغ وايي، دا خو دوه پاوه هم نۀ دی پۀ دې وخت کې ګيدړه راغله پوښتنه يې ترې وکړه چې ولې ولاړ يې ؟

سورلنډي وويل:" دانو دوه منی چرګ دی." ګيدړې چرګ واخېست چې ويې ګوري منډه يې کړه و يې ويل پرېږده چې پۀ ماپسې ووايي چې دوه خرواره چرګ يې يوړ

مالټهد بنجاري خورجين
مالټه
بنګړيدبنجاري خورجين
بنګړي
غاښونهد بنجاري خورجين
د غاښونو کيسۍ
تور يږد بنجاري خورجين
تور يږ
د نيالګيوکېنولد بنجاري خورجين
د نيالګيوکېنولو ترانه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>