BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:30 گرينويچ 2008 ,02 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د بنجاري خورجين: کيلوګرام

کيلو

جميله د خالددوئ دکان ته ودرېدله او يوه کيلو کچالو يې وغوښتل. خو هغه وويل چې پلار يې چېرته پۀ کار پسې تللی او دی يو کيلو يې تيږه نۀ پېژني. جميلې دا کار اسانه وباله.

دواړو يوه تيږه پۀ تله کې کېښوده . همدا ګړۍ بنجاري راغی او ويې ويل چې يو کيلوګرام وزن ته ځانګړې تېږې جوړې شوې دي.اصلي نو م يې يو کيلو ګرام دی خو خلک يې يوازې کيلو بولي.

همدا رنګه يې وويل چې بوتل شکله تيږه يو کيلوده. ماشومانو وويل چې دا سې تېږي خو ترهغې وړې او غټې هم شته.

بنجاري روښانه کړه چې په دې تيږې يو کيلو ليکل شوي وي .په ټوله نړۍ کې شته شکل يې فرق لري خو دروندوالی يې همدومره دی لکه داد قندانۍ په شان هم ده .

 بنجاري روښانه کړه چې په يو کيلو يې تيږې يو کيلو ليکل شوي وي

تقرېباً نهه لس دانې برابرکچالو يوکيلوکېږي . په پای کې يې له ماشومانو وغوښتل چې همدا معلومات خپلو نورو ملګرو ته هم ووايئ.

زلمی پلوشې ته د هواد ګرمۍ له امله د شمال آرمان وکړ. پلوشې په ترنم وويل چې ( ګرمه هوا چليږي يخ شمال نۀ لګېږي ) زلمی وپوښتل چې دا کومه سندره ده؟

پلوشې وويل چې د شمال په باب نوې ترانه يې له يوې خورلڼې زده کړې . زلمي يې اورېدل وغوښتل . په دې وخت کې بنجاري راغی او هغه هم د سندرې اورېدل وغوښتل .

پلوشې په ترنم ترانه وويله : ګرمه هوا چلېږي يخ شمال نۀ لګېږي اف زما زړۀ تنګېږي يخ شمال نه لګېږي خولې خولې شو بدن جامې نښتي په تن لوبې کولای نشم شماله چېرته يې نن

تاته مې ډېر زړۀ کېږي يخ شمال نۀ لګېږي . دواړو وغوښتل چې پلوشه ورته د ښې زده کړې لپاره ترانه يو ځل بيا ووايي . پلوشې پۀ ورين تندي ترانه له سره وويله .

کيلو
اصلي نو م يې يو کيلو ګرام دی خو خلک يې يوازې کيلو بولي.

زلمي او بنجاري د هر بند تر ويلو وروسته ورسره تکرارکړه . وروسته ماشومانو د بنجاري په غوښتنه ترانه له چمبې سره وويله .

په پای کې بنجاري لۀ ماشومانو وغوښتل چې همدا ترانه خپلو نورو ملګروته هم ووايي ترڅودهغوئ هم زده شي او وروسته يې ټول په ګډه ووايئ .

بنجاري او کوچنياند بنجاري خورجين
ستاينوم ( صفت )
 سورلنډیدبنجاري خورجين
سورلنډی
مالټهد بنجاري خورجين
مالټه
بنګړيدبنجاري خورجين
بنګړي
غاښونهد بنجاري خورجين
د غاښونو کيسۍ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>