سږکال هم د تيرو څو کلونو غوندي اورښت لږ و نوځکه په ځينوسيموکې د اوبو په تيره بيا د څښاک د پاکو اوبوکموالی ليد ل کيږي. ځينې خلک بيا اوبه بېځايه مصرفوي او دا ستونزه په ښارونو کې ډيره ده. د کابل ښاريو اوسيدونکي غلام جان وايي: "کله چې د نل اوبه راشي، زموږګانونډی خپل موټرپرې مينځي، باغچې ته اوبه ورکوي او موږ ته د څښلو اوبه نه پاتې کيږي. ډير وخت اړ يو چې خپل ماشومان نورو ګاونډيو کورونو ته په اوبو پسې وليږو او يا هم له جومات څخه اوبه راوړو چې دې کار ستونزې راته پيدا کړېدې." داسلام مقدس دين هم اصراف منع کړی، ديني عالم ګل حميد حميد وايي: "اصراف کوونکي د شيطان وروڼه دي. اصراف چې په هره برخه کې وي، داسلام دين منع کړی، ان تر دې چې که چيرې موږ په يوه کوزه اوبو اودس کولی شو، د دوهمې کوزې مصرفول حرام دي."  | | | که موږ اصراف وکړ او اوبه بې ځايه مصرفې کړو په اصل کې د نور په حق کې ظلم کوو. |
خو ټول خلک بيا د څښلواوبه ډيرې اوبېځايه نه مصرفوې، ځينې يې په دې برخه کې ګټورې تجربې لري او له اوبو څخه په سمه توګه استفاده کوي، يوه ميرمن وايي: "زموږ په سيمه کې اوبه يوه ورځ وروسته راځي، په ډيراحتياط يې مصرفوو، ځکه که نه وي، بيا خپله له ستونزوسره مخ کيږو. د بيلګې په توګه د جامود مينځلو او د بوټو د اوبوکولو لپاره د څښاک له اوبوڅخه کارنه اخلو، په ځای يې دڅاه اوبه چې د څښلو وړ نه دي، کاروو." |