بحران يوه عربي کليمه ده چې د خرابی معنی ورکوي او بحراني حالت هغې وضعې ته ويل کيږي چې په هغې کې له کنتروله وتلې ګډوډی را مينځته شي. د کابل ښار اوسيدونکی غلام نبي وايي: "تيرکال د افغانستان په ځينو شمالي ولايتونو کې پر کروندو باندې ملخانو يرغل وروړ، دا ملخان دومره ډير وو چې ان د موټرو ښيښې يې ونيولې، ټولې کروندې يې له مينځه يو وړې و هر څه يې تباه کړل، په دې توګه خلکو هيڅ هم نه شو کولای او دا حالت له کنتروله ووت چې دا يو بحراني حالت و." د کاپيسا د ولايت يو اوسيدونکی لطيف وايي: "زموږ پر کلي سيل راغی، دا هغه وخت و چې خلکو درمندونه جوړ کړي وو خو لا يې ميده کړي نه وو سيل د خلکو ريبل شوي غنم يووړل، په نتيجه کې فقر او بيوزلي په سيمه کې خپره شوه چې تر ډيرو يې په سيمه ناوړه اغيزه پاتې وه." د افغانستان د علومو د اکاډمی د نشراتو ريس سرمحقق امين مجاهد د بحران په اړه وايي: "بحراني حالت د ژوند په ټولو اړخونو لکه اقتصادي، سياسي، ټولنيزو او فرهنګي برخو کې راتلای شي،  | | | له بحراني حالت څخه د وتو لپاره بايد د ستونزې اصلي ريشه له منځه وايستل شي. |
بحراني حالت د خلکو په ژوند ناوړه اغيزه اچوي يواځې د دوی ژوند څه چې ان د يوه هيواد او که بحران د نړۍ په کچه وي، د نړی ودې او پرمختګ ته لوی ګواښ جوړولای شي." د کابل ښار يو اوسيدونکی وحيد وايي: "په ديارلس سوه اوه شپيتم کال کې په کابل کې تېل نه موندل کيدل، له خلکو سره پيسې وي خو د تيلو ټانکونه ټول تړلي وو، همدا د تيلونه موجوديت په خلکو ډيره ناوړه اغيزه کړې وه، دا پخپله يو بحراني حالت و." د کارپوهان په وينا له بحراني حالت څخه د وتو لپاره بايد کار وشي، د ستونزې اصلي ريشه پيدا شي او د هواری يو غم يې وخوړل شي. |