BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:18 گرينويچ 2007 ,13 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: تياتر

په آزاده فضا کې تياتر

کله چې يونانيانوپر افغانستان واکني درلوده او اوسنی کاپيسا ولايت يې پايتخت و، له هماغه وخته راهيسي په افغانستان کې کيسې ويل او تياتر ته ورته نندارې دود شوي دي.

د کابل ښار يوه مېرمن په دې اړه داسي وايي: ” موږ په ماشومتوب کې له خپلو خورلڼو سره د نانځکو د واده ننداره جوړوله چې دا هم تياتر ته ورته يو شی و“.

تياتر يوه لاتينه کلمه ده چې د نندارې د ځای مانا ورکوي، ياني هغه ځای ته ويل کېږي چي هلته ډرامې او داسي نور هنري اثار نندارې ته وړاندې کېږي.

د ځينوسرچينو په وينا، تياتر دلومړي ځل لپاره په يونان او هندوستان کې په يوه وخت کې رامنځ ته شو.

داچې په افغانستان کې تياترڅه مهال منځ ته راغی، ژورنالسټ او ليکوال عزيز اسوده داسې وايي :

تياتر څه ته وايي؟
 تياتر يوه لاتينه کلمه ده چې د نندارې د ځای مانا ورکوي، ياني هغه ځای ته ويل کېږي چي هلته ډرامې او داسي نور هنري اثار نندارې ته وړاندې کېږي.

” په افغانستا کې دامير شېرعلي خان دپاچهۍ په وخت کې تياتر رواج وموند.

دغه مهال افغانستانه ته هندي هنرمندان راغلل او د کابل د خرابات په کوڅه کې ميشت شول.

دوی به د موسيقۍ ترڅنګ ځينې تمثيلي پارچې هم نندارې ته وړاندې کولې چې دخلکوبه خوښېدې،

خو تياتر په علمي اوبنسټيږ ډول دغازي امان الله شاه دپاچاهۍ په وخت کې رامنځ ته شو.

په ( ١٣٠١ هجري لمريز د خپلواکۍ د جشن په ورځ د بهرنيو چارو د وزارت په ستوري ماڼۍ کې يوه تمثيلي پارچه نندارې ته وړاندې شوه چې دا ننداره يوازي د شاهي کورنۍ لپاره وه“

په افغانستان کې لومړی تياتر د پغمان تياتر و چې وروسته بيا د هرات ولايت تياتر، د پوهنې نندارې،

کابل نندارې، روزنه يا ښاري نندارې، مرستون نندارې، لښکر نندارې او زينب نندارې رامنځته شوې.

په تياتر کې پر ليکوالانو او ډايرکټرانو سربېره لوبغاړي يا ممثلين هم ګډون لري. خو په لومړيو وختونو کې د افغانستان تياتر ته ښځينه لوبغاړو لارنه وه موندلې.

ممنون مقصودي
 په يوه هېواد کې تياتر هغه ځای دی چې د يوې ټولنې بشپړ انځور نندارې ته وړاندې کېږي
ممنون مقصودي

هغه مهال به نارينه لوبغاړې د ښځو په شان سينګارېدل او دښځو رول به يې لوباوه چې له دې جملې څخه يو هم غلام حضرت کوشان و.

نوموړي په ١٣٠٣ هجري لمريز کال کې په پغمان کې په (مادر وطن) ډرامه کې ښځينه رول ولوباوه. افغان ليکوال منصور نسيمي په دې باب وايي:

”د محمد داود خان د صدارت په دوران کې د ښځو دنهضت په رامنځته کېدو سره ښځو تياتر ته لار ومونده چې” نجيبه دنيا“ ددې لوبغاړوله جملې څخه لومړۍ ښځينه ممثله وه “.

وتلی لوبغاړی ممنون مقصودي وايي: ”په يوه هېواد کې تياتر هغه ځای دی چې د يوې ټولنې بشپړ انځور نندارې ته وړاندې کېږي.

کاپي رايټد ولس خبرې
کاپي رايټ
کتابونهد ولس خبرې
علمي رتبې
د باميانو بوداد ولس خبرې
تمدن
د اختر لمونځ کوونکي د کابل عيد ګاه جومات کېد ولس خبرې
اختر
لاسليک شوی تړوند وولس خبرې
تړون
د مشرانو جرګې کميسيونونهد ولس خبرې
د مشرانو جرګې کميسيونونه
د سارک ارمد ولس خبرې
سارک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>