|
روغتيا او ژوند: د ماشومانو خوارځواکي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
خوارځواکي د هغو ناروغيو او نښونښانو ټولګې (مجموعې) ته ويل کېږي، چې په وجود کې د غذايي موادو له کمښت څخه انسان ته پېښېږي. په ساده ډول ويلای شو، چې زموږ وجود خپله انرژي له غذايي موادو څخه لاسته راوړي، نو کله چې وجود ته مناسب غذايي مواد و نه رسېږي انسان خوارځواکی کېږي. د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې تر نيمايي ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي. په کابل کې د صحت طفل روغتون مرستيال ډاکټر نورالحق په دې باب داسي وايي: ”زموږ په روغتون کې هره ورځ له پنځو تر شپږو پورې په خوارځواکۍ اخته ماشومان راځي او بستر کېږي“. يوه مېرمن، چې د کندهار ولايت اوسېدونکې ده په دې باب داسي وايي: ”زما ماشوم په لومړي سرکې خوار ځواکی و، اوس يې ذهن ښه نه دی، په ښوونځي کې درسونه ښه نه شي زده کولای او عصبي حالت يې هم ښه نه دی“.
په ماشومانوکې د لويانو په پرتله، خوارځواکي ډيره تر سترګوکېږي، ځکه چې د ماشومانو د وجود مقاومت ټيټ او د وجود دفاعي سيستم يې کمزوری وي. خوارځواکي د نورو ستونزو ترڅنګ د ماشوم، مغز او دماغ ته هم صدمه رسولای شي. په کابل کې د اندراګاندي روغتون مرستيال ډاکټر يوسفزی په دې اړه داسې وايي: ”لکه څنګه، چې د خوارځواکوماشومانو د وجود نورغړي وده نه کوي، دغسي د هغوي مغز او دماغ هم له ودې پاتې کيږي، چې بيا وروسته دعصبي ستونزو لامل هم ګرځي“. د مور شيدې د ماشوم له خوارځواکۍ سره څومره اړه لري ؟ د ننګرها ولايت يوه مېرمن داسي وايي: ”ما شيدې نه درلودې، ماشوم مې دومره ډنګرشو، چې يوازې هډ اوپوست پاتې شو. ډاکټر ته چې مې بوت، هغه ويل خوارځواکی شوی دی، اوس عصبي ستونزه هم ورته پيدا شوې ده“. دا چې د مور شيدې د خوارځواکۍ په مخنيوي کې څومره ګټورې دي، ډاکټرنورالحق يوسفزی په دې اړه داسي وايي: ”د ماشومانو خوارځواکي خطرناکه ده، ځکه چې د هغوی د وجود مقاومت ټيټ او په نتيجه کې ژر ژر ناروغه کېږي، خو هغه ماشومان چې د مور په شيدو تغذيه کېږي د وجود مقاومت يې جګ او له خوارځواکۍ څخه خوندي پاتې کېدای شي. ځکه چې د مور شيدې د ماشوم لپاره مکمل خواړه دي او ټول هغه ضروري مواد، چې د ماشوم په وده کې ونډه لري، دمور په شيدو کې شته، لکه پروټين، کلسيم او داسې نور“. خوارځواکي ماشومان د نورو ستونزو تر څنګ يا ډېر ډنګر وي او يا د پړسوب ستونزه ورته پيداکوي، دغه ډول يې د ذهني او عصبي مشکلاتو سره هم مخ کوي. که چېري ماشوم ته د مور د شيدو ترڅنګ نور ګټور خواړه هم ورکول شي، نو ماشومان به لا قوي او غښتلي شي. دکابل ولايت يوه مور په دې باب داسي وايي: ”زه تر دوه کلنۍ پورې ماشومانو ته خپلې شيدې ورکوم او تر شپږو مياشتو وروسته د خپلو شيدو تر څنګ ځينې نور ګټور خواړه هم ورکوم، ځکه نو زما ماشومان روغ او رمټ دي“.
په ماشومانو کې د خوارځواکۍ د مخنيوي لپاره بايد ماشوم ته ځنډني خواړه ور نه کړل شي. ځکه چې دغه ډول خواړه د نس ناستې سبب ګرځي، چې نسناستی وروسته د خوارځواکۍ سبب کېږي. ډاکټر يوسفزی د خوارځواکۍ د مخنيوي په هکله داسي وايي: ”لويان خلک د لوږې په وخت کې پخپله ډوډۍ خوړلای شي، خو ماشومان نه شي ويلای چې زه وږی يم. ځکه نو بايد ماشوم ته تر يوه کلنۍ پورې هر درې ساعته وروسته خواړه ورکړل شي. دا چې د هغوی وجود د ودې په حال کې دی، نو ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري . مېندي کولای شي، چې ماشومانو ته لږ ترلږه تر دووکالو پورې خپلې شيدې ورکړي او |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||