۱۶ کلنې پېغلې د ګوګل جایزه وګټله

کیارا نارګهین ته دغه جایزه د کالفورنیا ساینس مېله کې ورکړل شوې

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، کیارا نارګهین ته دغه جایزه د کالفورنیا ساینس مېله کې ورکړل شوې

د سویلي افریقا یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ته له دې کبله د ګوګل ساینسي مېلې جایزه ورکړل شوې، چې د مالټې له پوټکي یې په ځمکه کې د اوبو جذب لپاره یو مرکب جوړ کړی دی.

د کیارا نارګهین ( له وچکالۍ سره د میوو په مرسته مبارزه ) نومي طرح د نړۍ ګڼو زده کونکو له لوري لېږل شویو طرحو کې د ۵۰ زره ډالرو جایزې لپاره غوره وبلل شوه.

نومړې دغه طرح خپل هېواد کې وروستۍ وچکالۍ ته د حل په توګه مطرح کړې.

  • <link type="page"><caption> ۸۱ میلیون افریقایان د خوړو له کړکېچ سره مخامخ دي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/news_in_brief/2012/08/120801_hh-rolling-news-africa" platform="highweb"/></link>
  • <link type="page"><caption> پر امریکا به د وچکالۍ کمسارې څپه راشي</caption><url href="http://www.bbc.com/pashto/world/2015/02/150214_hh-us_mega_drought_threat" platform="highweb"/></link>

د دغې وچکالۍ له کبله چې د ۱۹۸۲ کال هغې پر تله سخته ده، سویلي افریقا کې کروندې شاړې شوې او څاروي مړه شوي دي.

مرکب کې د مالټې پوټکي کې له شته مولکولونو او هغه تیلو کار اخیستل شوی، چې په اوکادو نومي میوه کې موندل کېږي

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، مرکب کې د مالټې پوټکي کې له شته مولکولونو او هغه تیلو کار اخیستل شوی، چې په اوکادو نومي میوه کې موندل کېږي

د جوهانسبرګ ښار ایس ټي مارټن ښوونځي زده کونکې اغلې نارګهین وايي، ۴۵ ورځو کې یې له دریو تجربو وروسته ( د مالټي پوټکي مرکب ) نومي دغه مرکب تر لاسه کړ، چې د غیر تجزیه کېدونکو او غیر جاذب مادو د بدیل په توګه کاريدای شي.

هغه وايي دغه مرکب یې د جوس تولیدونکو کارخونو له پاتې شونو تولید کړی دی. په یاد مرکب کې د مالټې پوټکي کې له شته مالیکولونو او هغه تیلو کار اخیستل شوی، چې په اوکادو نومي میوه کې موندل کېږي.

اغلې نارګهین په دې اړه په انلاین پیغام کې کاږي:

''دغه مرکب چاپیریال ته هېڅ زیان نه رسوي، د اوبو زېرمه کولو ډېره وړتیا لري او د هغو مرکباتو پرتله یې بیه خورا ارزانه ده، چې په بازارونو کې پلورل کېږي.''

سویلي افریقا دا وروستیو کې سختې وچکالي ځپلې

د عکس سرچینه،

د عکس تشریح، سویلي افریقا دا وروستیو کې سختې وچکالي ځپلې

نوموړې وايي، هغه څه چې په دغه مرکب جوړولو کې ورنه کار اخیستل شوی، برېښنا او وخت دي او له دې پرته هېڅ ډول ځانګړي الات نه دي کارول شوي.

هغې کالیفورنیا کې د جایزې تر لاسه کولو پر مهال وویل، هیله منده ده، چې دغه مرکب سره به کرونده ګر د پېسو سپمولو او کروندو په ژغورولو کې ګټه واخلي.

دغه سیالي کې له ۱۳ کلنۍ تر ۱۸ کلنۍ پورې ماشومانو ته د برخې اخیستو لپاره اجازه ورکړل شوې وه.