"شمالي کوریا له سختې وچکالۍ سره مخ ده"

شمالي کوریا کې د ۱۹۹۰ لسیزې په بهیر کې د سختې وچکالۍ له کبله زر ګونه کسان وژل شوي وو

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، شمالي کوریا کې د ۱۹۹۰ لسیزې په بهیر کې د سختې وچکالۍ له کبله زر ګونه کسان وژل شوي وو

شمالي کوریا وايي، دغه هېواد د تېرو سلو کلونو مودې تر ټولو ناوړه وچکالۍ سره مخامخ ده، چې وايي له کبله یې د خوړو وېش موجود ناتوانه سیسټم د لا ویجاړی احتمال دی.

د دغه هېواد رسمي خبري اژانس کی سي این ای، رپوټ کې ویل شوي، چې د وریجو د کښت مرکزي سیمې د وچکالۍ له کبله زیانمنې شوې او ۳۰ سلنه بزګر د وچکالۍ ښکار شوې دي.

شمالي کوریا کې د ۱۹۹۰ لسیزې په بهیر کې د سختې وچکالۍ له کبله زر ګونه کسان وژل شوي وو.

د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو اداره وايي، شمالي کوریا کې د خوړو لږوالی یوه ځانګړې ستونزه ده او اوس د دغه هېواد یو دریمه برخه ماشومان د خوړو لږوالي سره مخامخ دي.

کی سي این اي رپوټ وايي، د وچکالۍ له کبله د هوانګهي ایالات شمالي او سویلي برخې، د پهیوګان او همګیونګ سویلي سیمې سختې اغیزمنې شوې دي. د رپوټونو له مخې د وریجو د کښت په دغو سیمو کې اوس د زیان کمولو لپاره د نورو محصولاتو د کرلو هڅې روانې دي. د وریجو کروندو لپاره ډېرو اوبو ته اړتیا ده او په شمالي کوریا کې تېر کال د کم اورښت له کبله ۳۰ کلن ریکارډ مات شو.

بله خوا د سویلي کوریا په پلازمېنه سییول کې د بي بي سي خبریال سټیفن ایونز وايي، چې روانه وچکالي شاید ډېره زیانمونکې نه وي، ځکه چې د دغه هېواد د کرنې په برخه کې اصلاحات روان دي.

نوموړی وايي، شمالي کوریا کې خصوصي سکتور ته د کرکیلې له اجازې ور کولو وروسته به د خوړو کمښت د پخوا پرتله لږ وي.