د سومالیا ۵۰ زره ماشومان له وچکالۍ نه له 'مرګ سره مخامخ دي'

د عکس سرچینه، AFP
ملګري ملتونه وايي په سومالیا کې د پرله پسې وچکالۍ له کبله تر ۵۰ زرو ډېر ماشومان د 'مرګ له ګواښ' سره مخامخ دي.
د دغه سازمان د بشري حقونو دفتر خبرداری ورکړی، چې د خوارځواکۍ اړوند وضعیت پر 'ناورین' بدلېدونکی دی.
سرچینه وايي، نژدې یو میلیون سومالیایان 'ایله خپل خوارکي توکي چمتو کولی شي'.
په سومالیا کې د وچکالۍ یو لامل د افریقا پر ختیځ او سوېل د 'نینو' د هوا خپور شوی حالت دی.
په افریقا کې د وچکالۍ له کبله تر ټولو ډېره ځپل شوې سیمه پونټلانډ او سومالیا دي.
ګڼو هغو کسانو چې د وچکالۍ له کبله له لوږې سره مخامخ شوي وو، خپلې مېنې پرېښې دي.

د عکس سرچینه، AFP
نژدې ۴٫۷ میلیون کسان، چې د سیمې نژدې ۴۰ سلنه کېږي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
په سومالیا کې د بشري مرستو همغږي کوونکی پیټء دی کلیرک وايي، وچکالي په ډېرېدو ده ''خو ګڼ کسان له ناوریني حالت سره مخامخ دي''.
د ماشومانو د خوارځواکۍ او ناوړه وضعیت په اړه، دي کلیرک وویل، که چېرې د ۵۸ زره او ۳۰۰ ماشومانو پروخت درملنه ونه شي او غم یې ونه خوړل شي، نو دوی د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
دي کلیرک ژر ددغو ماشومانو د همکارۍ لپاره د مالي مرستو د ملاتړ غږ کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty
د سومالیا په ګاونډي ایتیوپیا کې، د باران نه ورېدو له کبله تر ۱۰ میلیون ډېر وګړي خوراکي مرستو ته اړ دي.
زیمبابوې هم د هېواد په ځینو وچکالۍ ځپلو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.








