پر امریکا به د وچکالۍ کمسارې څپه راشي

د وچکالۍ دوه اصلي لاملونه ښودل شوي:‌ لومړی دا چې هلته لږ بارانونه کېږي او د کنګل کچه کمه ده،‌ او د حرارت درجې له کبله د بخار کچه لوړېږي، همدا ده چې د شاړو ځمکو لمن پراخېږي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د وچکالۍ دوه اصلي لاملونه ښودل شوي:‌ لومړی دا چې هلته لږ بارانونه کېږي او د کنګل کچه کمه ده،‌ او د حرارت درجې له کبله د بخار کچه لوړېږي، همدا ده چې د شاړو ځمکو لمن پراخېږي.

پوهانو ویلي،‌ د امریکا متحدو ایالتونو پر مرکزي،‌ سوېلي او لوېدیځو برخو به د وچکالۍ داسې څپې راشي، چې په تېرو زرو کلونو کې یې ساری نه درلود.‌

دوی وايي، د کلیفورنیا په څېر سیمې، همدا اوس وچه هوا لري، خو که له ۱۲ او ۱۳ پېړیو سره پرتله کړای شي، اوس یې وضعیت لاخراب شوی دی.

پوهان وايي، د دوی څېړنو ښودلې ده، چې په راتلونکي کې به پر یادو سیمو د وچکالۍ داسې څپه راشي چې په تېرو زرو کلونو کې یې ساری نه درلود.‌

په ناسا کې د فضايي څېړنو ګودادا انستیتوت بن کوک وايي ''په ۱۲ او ۱۳ پېړیو کې د وچکالۍ پیل شوې لړۍ آن تر پنځو پېړیو پورې وغځېده،‌ چې د امریکا په تاریخ کې یې ساری نه درلود.''

دی زیاتوي: ''هغه وچکالي چې موږ ورسره اشنا یو،‌ د تېرې پېړۍ په پنځوسمه اتیایمه لسیزه کې رامنځ ته شوې وه، او یا دا چې اوس یې په کلیفورنیا او د هېواد په سوېل لوېدیځ کې شاهدان یو.‌ دا ټول طبیعي وضعیت دی چې د څو کلونو لپاره به دوام وکړي،‌ خو آن تر لسیزو پورې هم رسېدلی شي. تاسو یې تر ۲۰ کلونو پورې هم اټکلولی شئ''.

د امریکا په مرکزي او سوېلي لوېدیځو شاړو ځمکو کې په هوا کې د غازاتو استولو د زیاتوالي له کبله هم د وچکالۍ راتلو وړاندوینه شوې ده.‌

د وچکالۍ په اړه پیل شوې څېړنه وايي راتلونکې وچکالي به تر ۲۰۲۵ کال وروسته دومره ډېره شي چې د ۱۲ او ۱۳ پېړیو له وچکالیو به یې کچه لوړه وي.

د وچکالۍ دوه اصلي لاملونه ښودل شوي:‌ لومړی دا چې هلته لږ بارانونه کېږي او د کنګل کچه کمه ده،‌ او د حرارت درجې له کبله د بخار کچه لوړېږي، همدا ده چې د شاړو ځمکو لمن پراخېږي.

په څېړنه کې د کورنیل پوهنتون یوه څېړونکي توبي اولټ ویلي د وچکالۍ په سیمه کې د وچکالۍ خطر ۸۰٪ احتمال لري، چې د ۳۵ کلون ولپاره به دوام وکړي. خو که چېرې یې د مخنیوي لپاره ژر لاس په کار شي، شاید د تودوخې کچه ټیټه او تر یوه حده د وچکالۍ مخه ونیوله شي.

دی وايي، اوسنی چاپېریالي وضعیت د امریکا لپاره یو لوی خطر ګڼل کېدای شي،‌ خو د اقلیم د بدلون لپاره ځینې اجرآت هم ممکن دي.

نوموړی وايي، ''اوسمهال د څېړنو له مخې د وچکالۍ کچه هومره نه ده چې ونې دې پکې وچې شي، او موږ شاید له وچکالۍ سره اشنا شو، وچکالي په دې مانا نه ده چې هېڅ اوبه به نه وي، خو د شلمې پېړۍ په پرتله به د اوبو کچه او اندازه کمه شي.''