د عکسونو البوم: کولمبیا کې د سولې تاریخي تړون

کولمبیا کې د دوشنبې په ورځ د سولې تاریخي تړون په لاسلیکېدلو سره په دغه هیواد کې ۵۲ کلنه کورنۍ جګړه پای ته ورسېدله، چې له ۲۶۰ زرو ډېر کسان پکې وژل شوي او تر شپږ میلیونو پورې نور بې کوره شوي دي.

د کولمبیا خلک د حکومت او فارک یاغیانو ترمنځ د سولې تړون هرکلی وکړ.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د کولمبیا خلک د حکومت او فارک یاغیانو ترمنځ د سولې تړون هرکلی وکړ.
د کولمبیا خلکو په مختلفو سیمو کې د خوشالۍ مراسمو په جوړولو سره د دې تړون هرکلی وکړ.
د عکس تشریح، د کولمبیا خلکو په مختلفو سیمو کې د خوشالۍ مراسمو په جوړولو سره د دې تړون هرکلی وکړ.
کولمبیا کې له تېرو ۵۲ کلونو راهیسې کورنۍ جګړه روانه وه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کولمبیا کې له تېرو ۵۲ کلونو راهیسې کورنۍ جګړه روانه وه.
ښي اړخ ته د کولمبیا د حکومت له خوا د سولې خبرو مشر د مقابل لوري له مشر مرکچي سره ستړيمش کوي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ښي اړخ ته د کولمبیا د حکومت له خوا د سولې خبرو مشر د مقابل لوري له مشر مرکچي سره ستړيمش کوي.
د کولمبیا فارک یاغیان په ۲۰۰۲ کال کې د هیواد له دریو پر دوه برخو واکمن و، خو په ۲۰۰۸ کال یې سخته ماتې وخوړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کولمبیا فارک یاغیان په ۲۰۰۲ کال کې د هیواد له دریو پر دوه برخو واکمن و، خو په ۲۰۰۸ کال یې سخته ماتې وخوړه.
د کولمبیا رسنیو هم د حکومت او فارک ډلې ترمنځ پر سوله ډېر څه لیکلي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د کولمبیا رسنیو هم د حکومت او فارک ډلې ترمنځ پر سوله ډېر څه لیکلي دي.
د کولمبیا ولسمشر او د فارک ډلې مشر د سولې تړون د لاسلیکولو پرمهال.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د کولمبیا ولسمشر او د فارک ډلې مشر د سولې تړون د لاسلیکولو پرمهال.
د کولمبیا ولسمشر او د فارک ډلې مشر د سولې تړون په داسې قلم لاسلیک کړ چې له مرمۍ جوړ شوی دی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د کولمبیا ولسمشر او د فارک ډلې مشر د سولې تړون په داسې قلم لاسلیک کړ چې له مرمۍ جوړ شوی دی.