د روسیې پوځیان د ګډو تمرينونو لپاره پاکستان ته ورسېدل

د عکس سرچینه، bajwa
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، د روسیې یوه ډله ځمکنی پوځ په لومړي ځل له پاکستاني ځواکونو سره د ګډو مانورو لپاره دغه هیواد ته ورسېد.
د جمعې په ورځ د پاکستان پوځ د بیانیې په خپرولو سره ویلي، د دغه هیواد او د روسیې د ځمکنیو ځواکونو پوځي مانورې به دوه اونۍ روانې وي، چې د سپټمبر له ۲۴ پیلیږي او د اکټوبر پر ۱۰ پای ته رسیږي.
د پاکستان او روسیې د امنیتي ځواکونو دا مانورې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاعي همکارۍ د زیاتولو لپاره کیږي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسوول تورن جنرال عاصم باجوه په خپل ټوېټر کې د روسي ځواکونو د انځورونو په خپرولو سره ویلي، په دې تمرینونو کې د دواړو هیوادونو نږدې ۲۰۰ پوځیان برخه لري.
په تېرو ورځو کې د هند تر واک لاندې کشمیر په اوړي کې د حکومتي ځواکونو پر مرکز د توندلارو له برید وروسته په هندي رسنیو کې داسې ویل کېدل چې ګواکې روسیې له پاکستاني ځواکونو سره ګډې مانورې لغوه کړې.
خو وروسته دا خبر ناسم ثابت شو.

د عکس سرچینه، bagwa
د تېر کال په اګسټ کې پاکستان له روسیې د اېم ای ۳۵ چورلکو د اخیستلو تړون هم لاسلیک کړ.
د دې تړون له مخې پاکستان د روسیې څلور اېم ای ۳۵ چورلکې رانیولې.
د ۲۰۱۵ کال په جون کې د پاکستان د ځمکني پوځ مشر جنرال راحیل شریف روسیې ته په سفر لاړ.
د دې سفر په مهال راحیل شریف د دفاعي پرېډ ننداره هم وکړه.
پر افغانستان د روسیې د یرغل پر مهال له مجاهدینو سره د پاکستان د مرستو له امله مسکو پر اسلام اباد د هر ډول پوځي وسایلو پر پلورل بندیز ولګاوه، خو وروسته کرملین له اسلام اباد دا ډول بندیزونه لرې کړل.
دوه کاله مخکې په نومبر کې د روسیې دفاع وزیر سرګي شوګو پاکستان ته په رسمي سفر لاړ.
سرګي شوګو د دې سفر په مهال د پاکستان او روسیې ترمنځ په دفاعي برخه کې د همکارۍ زیاتولو تړونونه لاسلیک کړل.








