لوګر کې د ناستې پاکستانۍ چورلکې عمله اسلام اباد ته رسېدلې

د عکس سرچینه، BBC World Service
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لوګر ولایت کې د پنجاب حکومتي چورلکې اړوندې شپږ سپاره، چې طالبانو نیولي وو، اسلام اباد ته رسېدلي دي.
د اګست پر ۱۳مه، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پجاب یوه حکومتي چورلکه د اګست پر څلورمه لوګر ولایت کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه، چې بالاخره سپرلۍ یې د طالبانو لاس ته ولوېده.
دغه سپرلۍ نژدې لس ورځې ورکه وه، چې بالاخره اوس اسلام اباد وايي، تر خوشي کېدا وروسته د شنبې په ورځ (اکست ۱۳مه) اسلام اباد ته رسېدلې ده.
پاکستان د خوشې شوې عملې نومونه اعلان کړي دي:
- کپتان صفدر حسین (مشر پیلوټ)،
- کپتان صفدر اشرف،
- کپتان محمد شفیق الرحمن (لومړی بریدمن)،
- نصیر محمد (انجینر)،
- محمد کوثر (د عملې مشر)،
- سیرګي سیواستیانوف (روسی پیلوټ)
پاکستان وايي، د چورلکې عمله د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان او پاکستان پر ګډه پوله قبایلي سیمه کې خوشي شوي، چې بیا وروسته اسلام اباد ته په یوه چورلکه کې لېږدول شوي.
خبرپاڼه وايي، د ټولو خوشي شویو کسانو روغتیايي وضعیت ښه دی.
په کابل کې د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې ده.
ایم ای ۱۷ ډوله پاکستاني چورلکه نږدې ۱۰ ورځې وړاندې د لوګر ولايت په ازره ولسوالۍ کې بيړنۍ ناستې ته اړ شوه چې سپرلۍ يې طالبانو له ځآن سره بیولې.
چارواکو ویلي و دا چورلکه روسيې ته د ترميم په موخه د افغانستان له فضا څخه د تېرېدو په حال کې وه.
پاکستاني رسنيو د پنجشنبې په ورځ راپورونه خپاره کړل چې ګواکې طالبانو دا کسان پاکستان ته لېږدولي.








