نیویارک ښار کې چاودنې ۲۹ کسان ټپیان کړي

د نیویارک د ترهګرۍ ضد پولیسو دفتر ویلي، د پېښې په اړه پلټنه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د نیویارک د ترهګرۍ ضد پولیسو دفتر ویلي، د پېښې په اړه پلټنه کوي.

د امریکا نیویارک ښار کې چاودنې لږترلږه ۲۹ کسان ټپیان کړي.

له چاودنې وروسته سیمې ته امبولانسونه او د اوروژنې ډله رسېدلې ده.

عیني شاهدانو ویلي، د منهاټن په چیلسي سیمه کې دا چاودنه "غوږونه کڼوونکې" وه.

چاودنه پر ځايي وخت ماخوستن شاوخوا نهه بجې (د ګرینویچ پر وخت د یکشنبې پر ګهیځ شاوخوا یوه بجه) شوې ده.

سیمه ییزو چارواکو ویلي، د فیدرالي تحقیقاتو د ادارې (ایف بي ای) او ملي امنیت سازمان افسران هم د چاودنې په ځای کې وو.

لا تر اوسه د چاودنې لامل نه دی په ډاګه شوی.

تر اوسه معلومه نه ده چې ایا د ځینو ټپیانو وضعیت خطرناک دی او که نه.

د نیویارک د ترهګرۍ ضد پولیسو دفتر ویلي، د پېښې په اړه پلټنه کوي.

ځینو ناتایید شویو رپوټونو ویلي، چاودنه په یوه خځلنۍ کې شوې ده. د ټویټر او نورو خواله رسنیو کاروونکو د هغې خځلنۍ انځورونه خپاره کړي چې ګني چاودنه پکې شوې ده.

دا چاودنه په نیو جیرسي ایالت کې د ځغاستې د یوې سیالۍ پرمهال له یوې بلې چاودنې څو ساعته وروسته شوې ده.

د چاودنې له کبله د ځغاستې سیالي وځنډول شوه، خو چاودنه کې څوک خوږ نه شول.