نیویارک کې د چاودنې د قربانیانو لټون روان دی

د سیمې اوسېدونکي وايي چاودنه دومره زوروره وه چې د ودانیو د کړکیو ټوټي تر لری ځایونو پورې خپرې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سیمې اوسېدونکي وايي چاودنه دومره زوروره وه چې د ودانیو د کړکیو ټوټي تر لری ځایونو پورې خپرې شوې دي.

د نیویارک د هارلم په نامه سیمه کې چې د ګازو د ليک کېدو له امله په کې چاودنه وشوه او دوه ودانې یې ویجاړې کړې اوس هم د ژغورنې عملیات دوام لري.

په دې پېښه کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ وشوه د اوو کسانو وژل کېدل او له ۶۰ د ډېرو کسانو ټپي کېدل تایید شوي دي.

د چارواکو وینا ده چې په ټپیان کې ماشومان هم شامل دي.

د اطفایې کارکوونکي هڅه کوي چې ترخاورو لاندې ایسار پاتې کسان ومومي چې له دې سره به د وژل شویو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

تېره شپه د ژغورنې ډلو په داسې حال کې د پېښې د ځای د پاکولو چارې ترسره کړې چې د تودخې درجه صفر ته ښکته شوې وه.

خو د اطفايې کارکوونکي وتوانېدل چې د پنجشنبې په سهار د دریو کسانو جسدونه د خاورو له لاندې نه وباسي.

د دغو مړو شویو کسانو نومونه نه دي په ډاګه شوي.

د نیویارک په سیمه ییز وخت د پنجشنبې په ورځ ۱۲ بجې تایید شوه چې په دې پېښه کې اوه کسان وژل شوي دي.

ویل شوي چې چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله یې د ودانیو د کړکیو ټوټې تر لری ځایونو پورې خپرې شوې دي.

ښاروال بېل ډي بلاسیو چې د پېښې ځای ته ورغلی و وایي لومړني معلومات ښيي چې چاودنه د ګازو د لیک کېدو له امله رامینځ ته شوې ده.

د ویلادیمیر انفنټ په نامه د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي "چاودنه دومره زوروره وه چې د ټولو نژدي ودانیو کړکۍ او شیشې یې ماتې کړې او ما داسې احساس وکړ چې ګواکې یوې زلزلې سیمه ولړزوله."

د پولیسو یوه چارواکي ویلي چې د پنځو کسانو هېڅ درک نشته.

د سیمې اوسېدونکي وايي دوی له څه مودې راهیسې شکایت کاوه چې دغلته د ګازو بوی احساسېږي.