چاودنې نیویارک کې دوه کسان وژلي دي

په دغه پېښه کې دوې مېرمنې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، په دغه پېښه کې دوې مېرمنې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د امریکا په نیویارک کې پولیس وايي د دغه ایالت د هارلم سیمې په ختیځ کې په یوه ودانۍ کې چاودنه شوې ده.

په دغه پېښه کې دوې مېرمنې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

ځايي خلکو ويلي لومړی یې د یوې درنې چاودنې غږ واورېد او وروسته ودانۍ ونړېده.

له پېښې وروسته په سیمه کې ټرانسپورټ په ټپه درېدلی دی.

د نیویارک د اور وژنې ادارې دا پېښه تر ټولو لوی خطر بلل دی.

دغه اداره وايي له شاوخوا سیمو نه یې د اور وژنې ۱۶۸ کسان را غوښتي چې مرسته وکړي.

ويل کېږي له چاودنې وروسته پر سیمه ګاز بند شوي دي.

یوه عیني شاهد بي بي سي ته ويلي له چاودنې وروسته په سیمه کې ډېره ګډوډي وه.

یوې بلې مېرمنې بیا د نیویارک ورځپاڼې ته ويلي چې له اوونیو راهیسې په سیمه کې د ګازو بوی و.

اشلي رېوېرا وويل داسې خلک او ګاونډیان یې ولیدل چې له کړکیو یې ځانونه باندې را غورځول.

یوه بل عیني شاهد بیا ويلي د دوو درنو چاودونو غږ یې واورېد چې وروسته یې ورسره څنګ ته د یوه نايي دوکان ولړزاوه.

مېچ ابریو وويل چاودنه "دومره درنه وه چې څه ووایم. ټول بېلاک یې ولړزاوه. له یوه دوکانه خو یې کړکۍ سمې د باندې را ووتې. بد حال و او خلک په دوړو کې پټ و."