پاکستان کې د اورګاډو ټکر له امله لږ ترلږه ۴ تنه وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
په پاکستان کې د سپرلۍ او بار وړونکي اورګاډي د ټکر له امله لږ ترلږه څلور تنه وژل شوي دي.
پېښه د پنجاب ملتان ته څېرمه له پېښوره د راتلونکي مساپر وړونکي او بار وړونکې اورګاډي د ټکر له کبله رامنځ ته شوې ده.
د پاکستان تلويزيون د ژغورنې ډلو له خولې ويلي، چې په دغه پېښه کې له ۱۲۰ تنو ډېر ټپيان شوي هم دي.
ويل کېږي ټکر دومر زورور و چې امله يې يو شمېر ډبې له پټلۍ وتلې او وېجاړې شوې دي.
د پاکستان د راډيو په وينا مساپر لېږدونکی اورګاډی له پښوره کراچۍ ته روان چې د ملتان بوج تمځای سره نژدې ټکر شو.

د عکس سرچینه، Reuters
ټپيان د ملتان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د اورګاډو چارو وزارت وياند بي بي سي ته ويلي چې د د غې برخې وزير خواجه سعد رفيق د پېښې د پلټنې حکم کړی دی.
له پېښې وروسته ګڼ کسان په اورګاډي کې بند پاتې وو چې ويل کېږي اوس ايستل شوي دي.
د ژغورنې ډلې وياند د اې پي پي خبري رسنۍ ته ويلي، پېښه ځايي مهال سهار۳:۰۰ بجې شوې ده.
تر دې وړاندې هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې دا ډول پېښې رامنځ ته شوې دي.
روان کال د سيند په حيدراباد سيمه کې هم يو اورګاډی له باروړونکي موټر سره ټکری شوی وو چې له امله يې ۱۱ تنه وژل شوي وو.
تېر کال د بلوچستان بولان سيمه کې د اورګاډي اوښتو پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي.

د عکس سرچینه، Reuters








