اپل نن نوی ای فون بازار ته وړاندې کوي

تمه کېږي، چې نوی ای فون به دوو بېلو ماډلونو کې وړاندې شي

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، تمه کېږي، چې نوی ای فون به دوو بېلو ماډلونو کې وړاندې شي

د امریکا اپل شرکت په سان فرانسسکو کې د خپلو نویو تولیداتو وړاندې کولو کلنۍ غونډه لري.

تمه کېږي چې د ای فون موبایل اووم ماډل نندارې ته وړاندې کړي.

د اپل دغه نوی ماډل داسې مهال بازار ته وړاندې کېږي، چې سیال شرکت یې سامسنګ په بېټرۍ کې د تخنیکي ستونزې له کبله خپل نوی ماډل نوټ سېون بېرته له بازاره ټول کړي.

یو شمېر کسان فکر کوي، چې د اپل په ای فون سېون کې هېډفون جیک ځای نه شته او ښايي له همدې کبله به یې کارونکي اړ وي، چې بلو ټوت او یا داسې نورې غوږۍ وکاروي چې د تیلیفون چارجنګ پورټ کې وکارول شي.

خو دې سره دا هم ویل کېږي، چې پخواني هېډفونونه به په بشپړ ډول له کاره نه لویږي، بلکې داسې احتمال شته، چې اپل به یې د کارولو لپاره اډاپټر جېک بازار ته وړاندې کړي.

په نوي موبایل کې هغه بدلونونه، چې تمه یې کېږي د تکنالوژۍ نړۍ کې د خورا مهم بدلون لامل نه بلل کېږي، ځکه ماهرین وايي دا کوم ډېر پام وړ بدلونونه نه دي.

داسې ګنګوسې هم شته، چې نوي ماډل کې پخواني الات له یو څه غوره والي سره یو ځای کړل شوي دي.

نور بدلونونه چې تمه یې کېږي د پراخې میموري، غوره سپیکرونو او د هوم تڼۍ پر ځای د ټچ سینسر ځای پر ځای کول دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، نور بدلونونه چې تمه یې کېږي د پراخې میموري، غوره سپیکرونو او د هوم تڼۍ پر ځای د ټچ سینسر ځای پر ځای کول دي

تمه کېږي، چې ای فون سېون کې به د کامېرې معیار غوره وي او لوی ماډلونه ښايي دوه لینزونه ولري.

دغه ډول کامېره د تصویر معیار ښه کولو کې مرسته کوي.

هغه نور بدلونونه چې تمه یې کېږي د پراخې میموري، غوره سپیکرونو او د هوم تڼۍ پر ځای د ټچ سینسر ځای پر ځای کول دي.

ویل کېږي، چې نوی ماډل به تر نیم ساعته پورې په اوبو کې له ډوبېدو سره هم کار ورکوي.

تمه کېږي، چې نوی ای فون به دوو بېلو ماډلونو کې وړاندې شي، چې د ای فون سیون او ای فون سیون پلس نومونه ورکړل شوي دي.

د نوي موبایل ټیلیفون په ډیزاین کې د ډېرو بدلونونو تمه نه کېږي، خو ویل کېږي، چې بېلو رنګونو کې به بازار ته وړاندې شي او ښايي تور رنګ یې بېرته واخیستل شي.