د فلیپین د ولسمشر نامناسبې څرګندونې، ولسمشر اوباما لیدنه لغو کړه

د عکس سرچینه، AP
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما د فيلیپین له ولسمشر رودریګو دیوتیرتي سره له هغه وروسته له لیدو انکار وکړ، چې نوموړي ولسمشر اوباما د ( بدلمنې ښځې زوی ) وباله.
ولسمشر اوباما ویلي و د فیلیپین له ولسمشر سره په لیدنه کې به دغه هېواد کې د مخدره توکو سوداګرو بې محاکمې وژنو پر موضوع وغږیږي.
د فیلیپین ولسمشر چې د خپلې بې واکه ژبې له کبله مشهور دی، له دې مخکې یې هم د یو شمېر مشهورو کسانو په اړه نامناسبې جملې کارولې خو دا ځل یې څرګندونو دیپلوماتیک غبرګون درلود.
د نوموړي له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې اوس ویل شوي، چې پر خپلو څرګندونو پشیمان دی.
د نوموړي له دفتر په خپره شوې بیانیه کې راغلي: " زما سملاسي انګېزه د هغو ځانګړو رسنیو پوښتنو ته کلک ځواب و، چې اندېښنه او غم را منځ ته کوي، موږ همدارنګه په دې خواشیني یو چې دا د امریکا پر ولسمشر شخصي برید و."
لاوس کې د بي بي سي خبریاله کرشما وسواني وايي، ولسمشر دوټریټ له دې مخکې د خپلو دغه ډول نامناسبو څرګندونو له کبله د بښنې غوښتو تر حده اړ ایستل شوی، خو دا لومړی ځل دی، چې هغه د خپلې بې واکه ژبې له کبله پر نړیوال دریځ له یوه تریخ حقیقت سره مخامخ شوی دی.
دواړه ولسمشران په لاوس کې په اسیان 'سویل ختیځې اسیا د ملتونو ټولنه' غونډه کې ګډون کوي.
له هېواده بهر دا د نوموړي لومړی سفر دی. په دغه غونډه کې ګډونوال له ګاونډیو هېوادونو او د چین او امریکا په څېر زبرځواکونو سره د اړیکو ټینګښت یوه ښه فرصت مومي.
بارک اوباما په چین کې د جي ۲۰ له سرمشریزې وروسته د دوشنې په ورځ لاووس ته وخوځېد.

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند نډ پرایس وایي چې بارک اوباما به له فلیپیني سیال سره د لیدنې پر ځای د جنوبي کوریا له ولسمشرې سره وګوري.
د فلیپین ولسمشر له پلازمېڼې مانیلا څخه لاووس ته تر روانيدلو مخکي وویل: "د نشه يي توکو پرضد به تر هغه عملیات روان وي چې وروستی سوداګر هم له سړک ورک شي. ډېر مړه شول، ډېر ووژل شول، ترهغه چې د نشه يي توکو تولیدوونکي ونه وژل شي دا عملیات به روان وي."
نوموړي دا هم وویل چې باید باراک اوباما ورته بې احترامي ونه کړي.
بارک اوباما د فلیپیني سیال له دې څرګندونو وروسته وویل، چې نوموړی"بې پردې سړی" دی او له خپلې ډلې یې وغوښتل، چې وګوري" اوس د رغنده او ګټورو خبرو وخت دی او که نه"
ښاغلي پرایس وروسته وویل: "ښاغلی اوباما به نن مازیګر د هغه په ځای له ولسمشرې پارک سره وګوري"
دا د ولسمشرۍ پړاو له بشپړولو مخکې اسیا ته د بارک اوباما وروستی سفر دی، خو د امریکا لومړنی واکمن ولسمشر دی، چې لاووس ته ځي.
ملګرو ملتونو هم ښاغلی دوټرټ په ځلونو د انساني حقونو په خلاف ورزۍ تورن کړی دی.

د عکس سرچینه، AP
کاتولیک کلیسا چې په فلیپین کې اکثریت مذهب دی پر نوموړي د دې وژنو له امله نیوکه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د انساني حقونو دوو کارپوهانو په اګسټ میاشت کې وویل، د نشه يي توکو په قاچاق کې د تورنو کسانو د وژلو لپاره پولیسو او خلکو ته د ښاغلي دوټرټ فرمان"د تاوتریخوالي او وژنې پارول دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې جرم بلل کیږي".
د یادولو ده چې په جون کې د روډریګو له ولسمشر کېدلو راهیسې تراوسه په فلیپین کې ۲۴۰۰ کسان د نشه یي توکو د پلورلو او کارولو له امله وژل شوي دي.








