شمالي کوریا درې نور بالستیک توغندي "وتوغول"

د عکس سرچینه،
د سوېلي کوریا چارواکي وایي، شمالي کوریا د خپلې ختیځې سمندرغاړې اوبو پر لور درې بالستیک توغندي وتوغول.
د یونهاپ خبری اژانس د سوېلي کوریا د وسله والو ګډو ځواکونو لوی درستیز له قوله د دوشنبې په ورځ وویل، چې پیونګ یانګ دا توغندي له هوانګژو سیمې توغولي دي.
د دې توغندیو د ډول او د غورځېدلو د واټن په هکله معلومات نشته.
د سوېلي کوریا د چارواکو په خبره، دا توغندي د سوېلي کوریا او چین د ولسمشرانو پارک ګوین او شي جن پینګ له لیدنې څو ساعته وروسته توغول شوي.
په دې لیدنه کې چې د جي – ۲۰ سرمشریزې په څنډه کې وشوه- مېرمن پارک د شمالي کوریا په مسلو کې د دواړو هېوادونو د ډېرې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د چین دولتي رسنیو د رپوټ له مخې، په مقابل کې د چین ولسمشر چې د شمالي کوریا له نژدیو ملګرو هېوادونو دی، په سوېلي کوریا کې د امریکا د توغندي ضد ډال لګولو سره مخالفت وښود او ویې ویل، چې دا مسله یواځې د دواړو کوریاګانو ترمنځ تاوتریخوالی زیاتوي.
شي جن پینګ چې د جي – ۲۰ یا د نړۍ د شلو پرمختللو هیوادونو د ناستې کوربه دی، د نړۍ له مشرانو غوښتي چې په دې لیدنه کې له "تشو خبرو" ډډه وکړي او د نړۍ د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره لاس په کار شي.
د فولادو د تولید پر سر د چین او اروپا اختلاف، سوداګریز خنډونه او له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتل د دې ناستې په اجنډا کې شامل موضوعات دي.
تېره اونۍ هم امریکا او جنوبي کوریا وویل، چې شمالي کوریا د دغه هیواد د ختیځې سمندرغاړې اوبو کې له اوبتل نه یو بالستیک توغندی توغولی دی.
شمالي کوریا تردې ازمایښت وروسته د ملګرو ملتو پر امنیت شورا کلکه نیوکه کړې چې د یوې وینا په صادرولو یې دا توغندويي ازمایښت وغانده.
له هغه دوه ورځې مخکې د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د دغه هیواد د مشر کیم جونګ اون انځورونه خپاره کړل چې "له اوبتل نه د بالستیک توغندي د ازموینې پرمهال" خوښ برېښېده.
د ملګرو ملتو امنیت شورا د شمالي کوریا د دغه بالستیک توغندي ازموینه هم وغندله.
په دغه بیانیه کې، چین چې د شمالي کوریا ملګری دی، د امنیت شورا له ۱۴ نورو غړو سره پیونګ یانګ د توغندويي ازموینې له امله ملامت کړی.
د یوې امریکايي څېړونکې موسسې د اټکل له مخې چې د شمالي کوریا پوځي فعالیتونه څاري، دا هیواد به د ۲۰۱۸ کال تر دویمې نیمایي پورې د بالستیک توغندي داسې ټیکنالوژۍ ته لاسرسی ولري، چې له اوبتل نه توغول کیږي.








