مصر د نجونو پر سنتولو سزا ډېره کړې

مصري چارواکو ویلي، د هغو کسانو پروړاندې یې قانوني سزا سخته کړې ده، چې ښځې (سنتولو) ختنه کولو ته اړباسي.
وړاندې له قانون نه سرغړوونکو ته د درو میاشتو او درو کلونو ترمنځ د بند سزا ټاکل شوې وه.
خو پارلمان دا سزا سخته او د پنځو او اوو کلونو ترمنځ وټاکله.
د قانون له مخې، که د نجونو سنتول د هغوی د مړینې او یا کوم عیب پیدا کېدو لامل وګرځي، سرغړوونکو ته یې لا ډېره سخته سزا ورکول کېږي.
په مصر کې له ۲۰۰۸ کال راهیسې د نجونو سنت کول جرم ګڼل شوی، خو لاهم د هېواد په ډېرو برخو کې دغه کار کېږي.
د نجونو په ختان کې د هغوی د تناسلي الې د یوې بهرنۍ برخې او یا ټولې غوڅول راځي.
په مسلمانو او عیسوي ټولنو کې د نجونو سنتول دود دی، په ځینو افریقايي هېوادونو او د منځني ختیځ په بېلابېلو سیمو کې هم دا کار کېږي.
په تېره مې میاشت کې، یوه مصرۍ نجلۍ له سنت کېدا وروسته د ټپونو له کبله مړه شوه، همدا وو چې ملګرو ملتونو پر مصري حکومت فشار راوړ چې د نجونو د سنتولو پروړاندې قانون سخت کړي.
په امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي او مبارزې یوه مرکز ویلي، ختنه کول د جنسي اړیکې پرمهال د ایچ آی وي ویروس د لېږد خطر (له پنځوسو تر شپیتو سلنې پورې) کموي، یا په بله وینا، سنت شوی کس له یوې داسې ښځې سره د جنسي اړیکو پرمهال چې ایچ آی وي ولري، لږ امکان لري چې په ایچ آی وي ویروس اخته شي.

ددې سربېره، سنتول د تناسلي ناروغۍ Herpes خطر په سلو کې له ۳۰ تر ۴۰ پورې کمولی شي او د هغو خطرناکو ویروسونو په مخنیوي مرسته کولی شي، چې له سرطان ناروغۍ سره نېغه اړیکه لري.
ارزونې ښيي، چې سنتول له ښځې نه سړي ته د ایچ آی وي ویروس د لېږد احتمال کموي.
ډاکټران لارښوونه کوي چې د ختنې عملیه اړینه ده چې په یو سپېڅلي یا تعقیم شوي چاپېریال کې د روزل شوو ډاکټرانو په لاس ترسره شي.









