امریکايي بېړۍ پر ایراني بېړیو ' ډزې' کړي

د عکس سرچینه، AP
د امریکا دفاع وزارت وايي، فارس خلیج کې یې سمندري جنګي بېړۍ پر دوو ایراني بېړیو هغه مهال 'د خبرداري ډزې' وکړې، چې د دوی بېړۍ ته نژدې کېدلې.
د امریکا دفاع وزارت ویاند وايي، دا د تېرې یوې اوونۍ پرمهال فارس خلیج کې د تاوتریخجنو پېښو تر ټولو وروستۍ هغه ده.
د رپوټونو له مخې، امریکايي بېړۍ پر ایراني بېړیو درې ډزې کړې دي.
ویل کېږي، پېښه د تېرې چارشنبې په ورځ د فارس خلیج په شمال کې د هرمز تنګي له مخامخېدنې یوه ورځ وروسته رامنځ ته شوې ده.
د دفاع وزارت چارواکو ویلي، د 'سپاه پاسداران' دوې بېړۍ د امریکا 'یو اې اېس نیتچ' په نامه بېړۍ ته څه کم ۳۰۰ متره ورنژدې شوې وې.
ویل کېږي امریکايي بېړۍ ونه توانېده له ایراني بېړیو سره اړیکه ټینګه کړي، همدا دلیل و چې د ایراني بېړیو د تګلوري بدلولو لپاره یې د خبرداري ډزې پرې وکړې.
له پېښې وروسته، د امریکا د سمندري پوځ قومندان جان ریچرډسن وویل، دا پېښه په سمندر کې له ایران سره د ترینګلتیا یوه نښه ده.
امریکايي چارواکو ویلي، سمندري ځواکونه یې د چارشنبې په ورځ له دا ډول درو پېښو سره مخامخ شوي دي.
دوی وايي، تر ټولو جدي پېښه هغه وخت وه، چې د ایران )سپاه پاسداران( یوه بېړۍ د امریکا د سمندري ځواکونو له دوو بېړیو شاوخوا وګرځېده.

د عکس سرچینه، Reuters
د دفاع وزارت ویاند پیټر کوک خبریالانو ته وویل، د ایراني سمندري جنګي الوتکو خوځښتونه ''ناخوندي، غیر مسلکي او د قانون خلاف وو.''
سرچینه وايي، د ایراني بېړیو چلند د منلو وړ نه و، چې په وینا یې امریکايي جنګي بېړۍ په نړیوالو اوبو کې وه.
بل خوا، د بریتانیا رویټرز خبري اژانس د رپوټ پربنسټ، د ایران دفاع وزیر ویلي ''ایراني بېړیو یوازې خپله دنده ترسره کړې ده.''
د ایران د محصلینو خبري اژانس د دفاع وزیر حسین دهقان له خولې ویلي ''که د امریکا جنګي بېړۍ د ایران اوبو ته ننوځي، نو د ایران له خوا به خبرداری ورته ضروري وي. که دوی د سمندري پولو خلاف کار وکړي، وبه درول شي. ''
امریکا وايي، د سې شنبې په ورځ د ایران د سخت دریځو څلور بېړۍ هرمز تنګي کې په 'ډېرې چټکۍ' د امریکا سمندري ځواکونو بېړۍ ته نژدې ورغلې.
امریکا خپلې جنګي بېړۍ ته د ایراني بېړیو د نژدې کېدو یوه وېډیو هم خپره کړې ده.
په تېره جنورۍ کې، ایران ۱۰ امریکايي ماڼوګان هغه مهال ونیول، چې د ایران اوبو ته ورننوتلي وو. وروسته څېړنو ومونده، چې دوی په غلطۍ د ایران اوبو ته داخل شوي وو.

د عکس سرچینه، Irib News








