د بحرین د عالمانو شورا مشر ونیول شو

د عکس سرچینه،
په بحرین کې یوې خبري سرچینې ویلي، په دې هېواد کې د شیعه ګانو یو مذهبي مشر مجید المشعل نیول شوی دی. نوموړی د بحرین د عالمانو د هغې اسلامي شورا مشر دی چې د محکمې په امر منحل شوې ده.
د بحرین محکمې دا شورا ناقانونه اعلان کړې ده.
د ښاغلي المشعل د نیول کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
د نوموړي پر نیول کېدو د بحرنی شیعه ملایانو سختې نیوکې کړې دي.
وړاندې، قاسم سلیماني د بحرین حکومت ته د "وسله وال مقاومت" ګواښ کړی و.
په وروستیو کې د بحرین حکومت پر شیعه مخالفانو فشار ډېر کړی، چې وايي غواړي د حکومت پرځولو لپاره دسیسې جوړې کړې. بحرین دا هم وايي، چې شیعه لږکي د ایران په لسمونه فعالیتونه او مخالفتونه کوي.
بحرین څه موده وړاندې له شیعه مذهبي مشر شیخ عیسی قاسم نه د دغه هېواد تابیعت واخیست.

د عکس سرچینه، Reuters




