شیخ عیسی قاسم څوک دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
د بحرین د کورنیو چارو وزارت پر بحریني شیعه ملا شیخ عیسی قاسم په هېواد کې د مذهبي وېش د هڅو تور لګولی او له هغه نه یې د بحرین د تابعیت اخیستو هوډ کړی دی. لاندې لنډ ژوندلیک دی:
شیخ عیسی احمد قاسم په بحرین کې له وتلو شیعه علماوو څخه دی، چې په دې هېواد کې د شیعه پلویانو ترمنځ ډېر مینه وال لري.
شیخ عیسی په ۱۹۴۰ کال د یمن پلازمېنې منامې په لوېدیځ "الدراز" ښار کې زیږېدلی، او هلته هره جمعه خطبه وايي.
لومړنۍ زده کړې یې په حکومتي ښوونځيو کې کړې، ثانوي زده کړې یې منامه کې بشپړې کړې او بیا د ښوونکو پوهنځي ته شامل شوی او په ۱۹۵۹ کال ترې فارغ شوی دی.
په ۱۹۶۰ کال یې تعلیم ته مخه کړې او د اسلامي روزنې او عربي ژبې ښوونکی پاتې شوی.
په ۱۹۶۲ کال یې په نجف د تعلیمي مرکز په اډانه کې د زده کړو لپاره پاسپورټ ترلاسه کړ او په ۱۹۶۹ کال په شرعي علومو کې د عالي ډیګرۍ له ترلاسه کولو بحرین ته ستون شوی.
شیخ عیسی قاسم په ۱۹۷۱ کال د بحرین د اساسي قانون جوړولو په بنسټیزه شورا کې غړیتوب ترلاسه کړ.
د تېرې ۹۰ لسیزې لومړیو کې د دیني علومو د زده کړې لپاره د ایران قم ښار ته تللی.
په ۱۹۹۶ کال د بحرین د چارواکو له خوا د نظام چپه کولو "دسیسه" کې په لاس لرلو او د یوې مخالفې ډلې په جوړولو تورن شو.
نوموړی د بحرین د مخالف وفاق ټولنې د "معنوي پلار" په توګه یادېږي. دغه ډله په هېواد کې د سیاسي اصلاح او برابرۍ غوښتنې لري.

د عکس سرچینه،
په ۲۰۱۱ کال د عرب پسرلي په ترڅ کې شیخ عیسی بحرین کې د مظاهرو له پیلېدو سره د واکمن نظام مخالفت وکړ او د هېواد پر واکمنې کورنۍ یې ټینګه نیوکه وکړه.
نوموړی د بحرین د حکومت له لوري په مظاهرو کې په لاس لرلو تورن شوی. دا تور هم پرې لګول کېږي چې د ایران په ملاتړ د یوه بدیل نظام د جوړولو هڅه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters








