د چرګانو بوی 'د ملریا مخنیوی کوي'

د عکس سرچینه،
د یوې څېړنې پایلې ښيي، چې د ژوندي چرګ بوی د ملریا مخنیوی کولای شي. دغه څېړنه، چې د سویډن او ایتوپیا ساینسپوهانو په ګډه کړې، ښيي چې د ملریا ویروس لېږدونکي غوماشي له چرګانو او نورو مرغانو تښتي.
د دغې څېړنې لپاره په لوېدېځه ایتوپیا کې تجربې شوې دي.
دغو تجربو کې د یوه ویده رضاکار د کټ تر څنګ په قفس کې د ژوندي چرګ ساتلو تجربه هم شامله وه. ملګري ملتونه وايي پروسږ کال ملریا افریقا کې ۴۰۰ زره کسان وژلي وو.
که څه هم د مړینې او په ویروس د ککړتیا کچه په ټیټدو ده، خو روغتیاپالان هڅه کوي د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره نوې لارې چارې ولټوي.
د ملریا پرازیت د وینې جریان ته له ورننوتو مخکې د انسان په ځیګر کې پټیږي او د هغو غوماشو له لوري نورو انسانانو ته لېږدول کېږي، چې په ویروس د ککړو انسانانو وینه څښي.

د عکس سرچینه،
د څېړنې پایلې په ملریا ژورنال کې خپرې شوې او ښيي، چې د غوماشو د بوی حس یې د چرګ لور ته بیايي او دوی د چیچلو لپاره د یوه څه موندلو په موخه هغه لور ته ځي.
د ادیس ابابا پوهنتون هبتي تیکي چې دغه څېړنه کې یې برخه درلوده وايي، ''کولای شو د چرګانو بوی یو ځای کړو او د غوماشو مخنیوي لپاره یې کارولی شو''.
نوموړی وايي، ''نږدې راتلونکې کې به د دغې څېړنې په تړاو عملي تجربې پیل شي.''
دغه څېړنه کې د سویډن کرنې پوهنتون څېړونکو هم ګډون درلود.
د چرګانو له بڼکو جوړ مرکبات او دغه راز ژوندي چرګان څېړنه کې د تجربې په توګه کاروول شوي دي.
څېړونکي وايي ویده سړي ته په نژدې جال کې د چرګ له شتوالي وروسته شته غوماشي لږ شوو. ساینسپوهان وايي له هغو رپوټونو وروسته، چې ځیني غوماشي د حشره وژونکو درملو پر وړاندې مقاومت مومي باید د دوی له منځه وړلو لپاره نوې لارې چارې ولټول شي.








