له مفتي عبدالقوي نه د ماډل قندیل بلوچ د وژل کېدو په تړاو پوښتنې

د عکس سرچینه،
پاکستان کې پولیس وايي، له یوه مشهور مفتي نه د دغه هېواد د وژل شوې ماډل قندیل بلوچ د وژنې په تړاو پوښتنې ګروېږنې کېږي.
اغلې بلوچ پر ټولنیزو رسنیو د ناندریزو پیغامونو، تصویرونو او تېره میاشت له مفتي عبدالقوي سره د سیلفي تصویرونو خپرولو له کبله پېژندل شوې څېره وه.
له مفتي عبدالقوي سره د هغې د اخیستو تصویرونو خپرېدو له کبله ډېرې ناندرۍ رامنځته شوې.
نوموړی مفتي د دغو تصویرونو له کبله د دوو مهمو شوراګانو کې له غړیتوبه ګوښه شو.

د عکس سرچینه، AFP
مفتي عبدالقوي په دغه وژنه کې هر ډول رول ردوي، خو وايي که پولیس یې وغواړي وربه شي.
د قندیل بلوچ له وژل کېدو وروسته نوموړي ویلي و، د هغې وژنه باید هغو ته یو سبق شي، چې پر مذهبي شخصیتونو ملنډې وهي. مفتي دا هم ویلي و، چې قندیل یې بښلې ده.
ملتان کې پولیس وايي، دوی د قندیل بلوچ یوه بل ورور نه هم د هغې وژنې په تړاو پوښتنې ګرویږني کوي.
اسلم په پوځ کې ټیټ پوړی افسر دی او د قندیل پلار پرې تور لګولی، چې وژونکی ورور وسیم یې د خور وژلو ته لسمولی و.

د عکس سرچینه،
له دې مخکې د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي و، چې د قندیل بلوچ پلار د هغې په پلوي څرګندونې کړې.
د ډان ورځپاڼې په رپوټ کې د قندیل د پلار محمدعظیم له قوله ویل شوي:
''هغې د خپل هغه ورور په ګډون، چې دا یې ووژله، زموږ ټولو پالنه کوله''.
د قندیل بلوچ، ورور ویلي، ځکه یې لومړی خپله خور بې هوښه کړه او بیا یې ووژله، چې وايي 'هغې کورنۍ ته سپکاوی راوړی و'. قندیل بلوچ چې پر ټولنیزو رسنیو کې د خپلو ناندریزو څرګندونو له کبله مشهوره وه، د یکشنبې په ورځ خاورو ته وسپارله شوه.

د عکس سرچینه،
د ۲۶ کلنې قندیل اصلي نوم فوزیه عظیم و. نوموړې پر ټولنیزو رسنیو د ناندریزو، پیغامونو، عکسونو او ویډیوګانو له کبله خورا مشهوره وه.
د نوموړې له وژل کېدو وروسته پاکستان کې د پت په نوم د مېرمنو وژنو او دا چې پر ټولنیزو رسنیو د مېرمنو څه ډول رویه د منلو ده، تاوده بحثونه پیل شوي.
اغلې بلوچ چې ممثله او ماډل هم وه، د شنبې په ورځ ملتان کې خپل ورور ووژله.
وروسته د هغې ۲۵ کلن ورور وسیم ونیول شو او ویې منله، چې له مفتي عبدالقوي سره د خور عکسونو خپرېدو له کبله یې د هغې وژنې تابیا وکړه.

د عکس سرچینه،
رپوټونه وايي، د قندیل بلوچ مړی له ملتانه ۱۳۰ کیلومتره لرې دېره اسماعیل خان کې د هغې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.
رپوټونه کاږي، چې د حقونو فعالانو او زرګونه خلکو د هغې جنازې کې ګډون کړی و.

د ډان ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، چې د قندیل مور، پلار پولیسو ته د هغې وژل کېدو په تړاو رپوټ کې د هغې یو ورور د هغې په وژنه او بل یې په پلان جوړولو تورن کړی دی.
ورځپاڼه د نوموړې د پلار له قوله لیکي، چې که څه هم هغې ورسره مرسته کوله خو زامن یې د خپلې خور ' لاسته راوړنو ' له کبله غوسه وو. د نوموړې کلیوالو هم د هغې وژنه غندلې ده. .








