امریکا: د پولیسو لخوا د تورپوټکي سړي له وژل کېدو وروسته احتجاجونه

د عکس سرچینه،
د امریکا متحدو ایالتونو لویزیانا ایالت کې د هغې ویډیو له خپرېدو وروسته احتجاجونه شوي، چې دوه سپین پوټکي پولیس په کې یو تور پوټکی سړي څملوي او په ډزو یې وژني.
پېښه د ایالت په مرکزي ښار باتون رووګ کې له هغو رپوټونو وروسته شوې، چې ګواکې یو سړی چې ټوپک یې لاس کې دی د یوې مغازې مخې ته خلک ګواښي.
د عدلي طب په رپوټ کې ویل شوي، چې ۳۷ کلن سړی الټون سټېرلینګ په ټټر او ملا ویشتل شوی وژل شوی دی.
مظاهره کونکو شاوخوا سړکونه وتړل.
د ۲۰۰ کسانو دغه لاریون د پولیسو له لوري خپور شو، خو تنظمیمونکي یې وايي، دوی به د ښار مرکز کې بېرته یو ځای شي.
پېښه داسې مهال شوې، چې وار له مخه د امریکا متحدو ایالتونو کې د پولیسو له لاسه د تور پوټکو کسانو وژنو خلاف تاوتریخوالی پارېدلی.

د عکس سرچینه،
امریکا کې پولیس هر کال نژدې ۱۰۰۰ کسان وژني، چې په کې ډېری وژل شوي تورپوټوکي امریکایان وي.
د پولیسو ویاند جین میکنلې په خبره پولیس له هغو رپوټونو وروسته سیمې ته ورغلل، چې ګواکې د یوې مغازې مخې ته ولاړ سړی، چې هلته سي ډي ګانې پلوري، خلک د ټوپک په وسیله ګواښي.
د هغه دکان څښتن عبدالمفلح چې مخې ته یې پېښه شوې ډبلیو اي ایف بي ټلویزیوني شبکې ته ویلي، لومړي پولیس د برېښنايي ټوپک په وسیله د دغه سړي د کابو کولو هڅه کوله، خو تر منځ یې اخو ډب وشو او دویم پولیس هم پکې ښېکل شو او وروسته لومړي پولیس پر دغه سړي ' څلور یا شپږ ' ډزونه وکړل.
عبدالمفلح وايي د اخو ډب پر مهال د وژل شوي سړي لاس کې ټوپک نه و، خو وروسته پولیسو د هغه له جیبه وسله وموندله.
د پېښې ځای کې د ګلونو ګېډۍ او لیکلي پیغامونه ایښودل شوي دی.
د امریکا کانګریس کې د لویزیانا استازي کادریک ریچمونډ دغه پېښه یوه ' غمیزه ' بللې او وايي د پېښې په اړه د ځواب غوښتنه کوي.








