د ټولپوښتنې پایلې: بریتانیا له اروپايي ټولنې وځي؛ لومړی وزیر استعفا کوي

د عکس سرچینه، b
له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو په تړاو د ټولپوښتنې د پایلو په شمېرلو سره په ډاګه شوې ده، چې ډېری رای اچوونکو د وتلو په پلوۍ رایې ورکړې. د بریتانیا لومړي وزیر، چې اروپايي ټولنه کې د بریتانیا د پاتې کېدو پلوی و، ویلي اکتوبر میاشت کې به له واکه لاس په سر شي.
د واکمن محافظه کار ګوند مشر ډیوېډ کامیرون هڅه وکړه چې اروپايي ټولنه کې بریتانیا پاتې شي.
نوموړي وویل، د بریتانیا خلکو خپل نظر وښود او ددغه نظر درناوی باید وشي. دده په ټکو، خلکو پخپله پرېکنده تصمیم کې وښوده چې هېواد یې نوې مشرتابه ته اړتیا لري.
ښاغلی کامیرون په تېرو شپږو کلونو کې د دولت مشر پاتې شوی، چې وايي له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو خبرې باید د نوي لومړي وزیر تر څارنې لاندې پیل شي او دی به یوازې تر راتلونکې اکتوبر میاشتې پورې په واک کې وي.

د ټولپوښتنې د پایلو اعلانېدل د پونډ د ډېر ارزښت ټیټېدو لامل شوی.
په داسې حال کې چې د رایو شمېر کابو پای ته رسېدليو د رایو پایلې په لاندې ډول دي:

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، PA
د پنجشنبې په ورځ (جون ۲۳مه) په سیمه ییز وخت د سهار ۷ بجو په ټوله بریتانیا کې د اروپایي ټولنې د غړیتوب په تړاو د رایې اخستنې مرکزونو خپل کار پیل کړ.
د پنجشنبې په ورځ د بریتانیا په ډېرو سیمو کې هوا باراني او لندبله وه.
۴۸ سلنې رای اچوونکو اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو او ۵۲ سلنې د وتلو په پلوۍ رایې ورکړې دي.
د لومړنیو پایلو په څرګندېدو سره، د ونډو بازار کې د پونډ ارزښت ډېر رالوېدلی دی.
د ډالر په مقابل کې د پونډ ارزښت ۱٫۴ ډالره راټیټ شوی.
دا له ۱۹۸۴ کال راهیسې د پونډ تر ټولو ډېر رالوېدلی ارزښت دی.

د عکس سرچینه، AP
د بریتانیا د قوانیو له مخې، په هر ډول رایه اچونه کې د ګډون لپاره لازمه ده چې په شرایطو برابرو کسانو مخکې له مخکې په سیمه ییزو مرکزونو کې نوملیکنه کړې وي.
د خپرو شویو شمېرو له مخې، نژدې ۴۶ میلیون او ۵۰۰ زره کسانو په دغه ټولپوښتنه کې د ګډون لپاره نوملیکنه کړې چې په خپل ډول کې ریکارډ بلل کېږي. د بریتانیا نفوس اوسمهال تر ۶۵ میلیونو او ۱۰۰ زرو یو څه ډېر اټکل شوی دی.

د عکس سرچینه،
په اروپایي ټولنه کې د بریتانیا د غړیتوب په اړه ټولپوښتنه په ۲۰۱۵ کال کې د لومړي وزیر ډېوېډ کامرون په مشرۍ د واکمن محافظه کار ګوند له ټاکنیزو پروګرامونو و.
بریتانیا په ۱۹۷۳ کال کې د "اروپا اقتصادي ټولنې" غړی شو او په دې بنسټ کې غړیتوب چې وروسته یې نوم اروپایي ټولنې ته واوښت، په ۱۹۷۵ کال کې ټولپوښتنې ته وړاندې شو او په ۶۷ سلنه رایو د خلکو د منلو وړ وګرځېد.

د عکس سرچینه،

د عکس سرچینه،
اټکل دی چې د پپایلو په بشپړېدو سره به له اروپا او نورې نړۍ سرهخ د بریتانیا په اړیکو کې بدلون راشي.

د عکس سرچینه، pa

د عکس سرچینه، AFP
دا ټولپوښتنه وروسته تر هغه وشوه، چې په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب غځولو او یا ترې د وتلو پر سر د مخالفو او مومافقو بریتانویانو ترمنځ ټیک څلور میاشتې تبلیغاتو دوام وکړ.








