"بريتانيا بايد له اروپايي ټولنې وتلو کې ځنډ و نه کړي"

د عکس سرچینه، Reuters
اروپايي مشرانو غوښتي چې د بريتانيا حکومت بايد د ټولنې پرېښودو په تړاو په چټکۍ سره گام واخلي، ځکه چې هر ډول ځنډ به ناباوره حالت وغځوي.
د اروپايي کميسون مشر، ژان کلوډي يونکر، په دې ټينګار کړى چې "چې د پاتې ٢٧ هېوادونو يووالی به دوام کوي."
د ټولپوښتنې د پايلو له راڅرگندېدو وروسته ښاغلي يونکر د اروپايي پارلمان، د اروپايي شورا مشرانو او د هالنډ لومړي وزير سره بېړنۍ خبرې وکړې. له خبرو وروسته يوې شريکې اعلاميې کې دوى وويل "په دې پرېکړه خواشيني دي خو د برتانويانو پرېکړې ته درناوى لري."
دوى وايي "له ټولنې د وتلو د تړون شرطونو ټاکلو په تړاو بريتانيا سره خبرو ته چمتو دي."
دوى زياتوي د روان کال د فبرورۍ په مياشت کې د بريتانيا له لومړي وزير سره د کډوالۍ مخنيوي او پر نورو مسلو شوې موافقه له دې وروسته پاى ته رسېدلې ده.
دوى په دې هم تاکيد کړى تر هغې چې بريتانيا د اروپايي ټولنې غړيتوب ولري "له ټولو حقونو به يې برخمن وي او خپل ټول مسوليتونه به ترسره کوي".
د جرمني لومړۍ وزيرې انگيلا مرکيل د بريتانيا په پرېکړې "ډېره خواشيني" وښودله.

د عکس سرچینه، b
د فرانسې ولسمشر، فرانسوا اولاند د دې پرېکړې په اړه وويل "دا اروپا په جدي ډول يو ازمېښت سره مخامخ کوي".
اروپايي مشرانو د راتلونکې سې شنبې په ورځ د بريتانيا په پرېکړې د بحث لپاره د اروپا د پارلمان ځانگړې غونډه راغوښتې دی.
ځينو اروپايي سياستوالو اندېښنه ښودلې چې دا پرېکړه ټوله اروپايي ټولنه له گواښ سره مخامخ کوي.








