ډېوېډ کامیرون: اروپایي ټولنه بریتانیا سره نژدې اړیکې غواړي

د عکس سرچینه، epa
د بریتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون ویلي، له اروپایي ټولنې وتلو ته د بریتانویانو تر رایې وروسته، پاتې اروپا غواړي له هېواد سره یې "څومره چې شونې وي نژدې اړیکې" وساتي.
ښاغلي کامیرون له اروپايي مشرانو سره د ټولپوښتنې په تړاو له خبرو وروسته وویل، سوداګریزه او امنیتي همکاري به د اړیکو راتلونکي کې حیاتي رول ولري.
خو هغه وویل، د بریتانوي رایه ورکوونکو ترمنځ کډوالي یوه لویه ستونزه ده او ورته په کتو اروپایي ګډ بازار ته لاسرسی به یوه لویه ننګونه وي.
د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا میرکل وویل، اروپایي ټولنه باید د بریتانیا د خلکو رایې د "پایلو" درناوی وکړي.
خو جرمني سیاستوالو ټینګار کړی چې بریتانیا نشي کولی د اروپایي ټولنې ښه اړخونه ځان ته بېل کړي.
وړاندې د سه شنبې په ورځ مېرمن میرکل وویل، که بریتانویان غواړي ګډ بازار ته لاسرسی وساتي، باید ازاد تګ راتګ ومني.
مېرمن میرکل وویل، د اروپایي ټولنې کاري ماښام کې د بریتانیا خلکو د وتلو پر رایې "لنډ او ژور" بحث وشو.
هغې وویل، "موږ ټول له پایلو خفه یو او دا مو روښانه کړه چې حقوقي رویه باید دا وي چې بریتانیا د ټولنې ۵۰ مه ماده پلې کړي."
ښاغلي کامیرون وویل، دا چاره یې په سپتمبر میاشت کې تر خپلې استعفا وروسته راتلونکي دولت ته سپارلی، "ټول دې پایلې ته ورسېدو چې مخکې له هغې نشو کولی رسمي یا غیررسمي خبرې اترې وکړو."

د عکس سرچینه، EPA
مېرمن میرکل وویل، ښاغلي کامیرون څرګنده کړه چې څنګه له ټولپوښتنې د برعکس پایلو په تمه و، خو زیاته یې کړه چې "موږ سیاستوال یو، نشو کولی خپل زیات وخت پر ماتم تېر کړو."
هغه وویل، "موږ دې لارې ته بېرته ګرځېدو ته کومه لاره نه وینو. اوس د خیالونو وخت نه دی، بلکې پر واقعیت د فکر وخت دی."
'غم او خواشیني'
د اروپایي کمیسیون مشر ژان کلود یونکر وویل، بریتانیا د ۵۰ مې مادې فعالولو لپاره "میاشتې وخت نه لري"، دا کار به له اروپایي ټولنې د وتلو لپاره د خبرو د پیل په معنا وي.
ښاغلي کامیرون د اروپایي مشرانو په ناسته کې د بریتانیا ټولپوښتنې په اړه د ټولنې ۲۷ نورو هېوادونو مشرانو ته توضیحات ورکړل. تمه کېږي چې دا تر استعفا پورې د مشرانو په ناسته کې دده وروستۍ ګډون وي.
هغه خبریالانو ته وویل، خبرې اترې په "ارامه، جوړوونکې او هدفمندې فضا کې" ترسره شوې.
د بریتانیا لومړي وزیر وویل، د له اروپایي ټولنې د وتلو شرایطو په تړاو خبرو اترو مخته وړلو لپاره پرېکړه به د راتلونکي لومړي وزیر پرغاړه وي او د بریتانیا پرېکړې په تړاو "غمجن او خواشینوونکي لهجې" سره سره، ورته ټولیز درناوی شته.
هغه خبرداری ورکړ چې د ازاد تګ راتګ په تړاو سخت دریځ به د اروپایي ټولنې او بریتانیا ترمنځ د سوداګریزې معاملې فرصت لمنځه یوسي. هغه وویل، د کډوالۍ ورسره ملي حاکمیت مسالې او ددې برخې د کنټرول توان په اړه "لویه اندېښنه" شته.
د لومړي وزیر دفتر وویل، د اروپایي ټولنې مشرانو ته د هغه پیغام دا و چې که بریتانیا سره د نژدیو اقتصادي اړیکو غوښتونکي دي، "نشي کولی د کډوالۍ له مسئلې په څنګ تېر شي."
د دولت یوې سرچینې وویل، "کامیرون باور لري چې په ټولپوښتنه کې یو له کلیدي مسئلو چې په پایله کې وتلو ته د ډېرو خلکو د رایې لامل شو، دا برداشت و چې پر ازاد تګ راتګ او کډوالۍ هېڅ کنټرول نشته. دا یو له لاملونو و."

د عکس سرچینه، EPA








