"شيعه مليشو د فلوجې جګړه کې له بشري حقونو سرغړونه کړې"

د عکس سرچینه، Getty
د عراق ولسمشر محمد فواد معصوم وایي هغه شيعه مليشې چې د فلوجې ښار په عملياتو کې برخه لري له بشري حقونو سرغړونه کړې او د ولسي وګړو د ازار او ځورونې سبب ګرځېدلي دي.
ښاغلي معصوم بي بي سي سره په خبرو کې ويلي، "مليشې بايد په هېڅ صورت له ولسي وګړو تحقيقات او پلټنې و نه کړي".
د بشري حقونو کارکوونکي وايي، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې مليشو خلک ځورولي او ځینې يې اعدام کړي هم دي.
د عراق ولسمشر په دې اړه د سملاسي پلټنې غوښتنه کړې او په وينا يې دغه ازار او ځورونه پلان شوې نه وه.
د عراق حکومت وړاندې هم ويلي وو، چې د فلوجې ښار په عملياتو کې د شيعه مليشو له خوا د ولسي وګړو د ځورلو په اړه به پلټنه کوي.
د عراق شيعه مليشې له "اسلامي دولت" نومې ډلې څخه د فلوجې ښار بېرته نيولو په جګړه کې برخه لري.
تېره اوونۍ د انبار ولايت ځايي چارواکو بي بي سي ته ويلي وو، د داعش ډلې پر وړاندې علمياتو کې فلوجې ښار ته نژدې ۶۰۰ تنه نيول شوي وو. دغه چارواکي وايي له خوشي کېدو وروسته د دغو کسانو پر مخونو د شکنجې نښې وې او يو شمېر د پلټنې پر مهال وژل شوي وو.

د بشري حقونو فعالانو هم ويلي، چې په سيمه کې د حکومت پلوو ډلو له خوا د ولسي وګړو د وهلو، ځورونې او اعدامولو په اړه يې يو شمېر راپورونه ترلاسه کړي دي.
ځينې کسان چې د مليشو له بند څخه خوشي وايي، په پلټنو کې د "اسلامي دولت" ډلې سره په مرسته او همکارۍ تورن شوي وو.
د عراق ولسمشر بي بي سي ته ويلي، "د نیولو او پلټنو دنده بايد يوازې د حکومتي بنسټونو پر غاړه وي نه د ملېشو".
فلوجه د پلازمېنې بغداد په لوېديځ کې په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت ښار دی چې له ۲۰۱۴ کال راهيسې پرې "اسلامي دولت" نومې ډله واک لري، چې پر موصل سربېره د دغې ډلې بل مهم مرکز بلل کېږي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د څار ډلو له عملياتو وړاندې د فلوجې د ناوړه حالت په اړه خبرداری ورکړی و.








