'د یورو ۲۰۱۶ اتلولیو پرمهال د ترهګریز بریدونو خبرداری'

د عکس سرچینه، Other
د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې راتلونکې میاشت فرانسه کې د اروپايي ملتونو د فوټبال اتلولیو پرمهال شاید په اروپا کې ترهګریز بریدونه وشي.
دغه وزارت ویلي: ''د اوړي میاشتو کې ګڼ سیلانیان اروپايي هېوادونو ته ځي چې د ترهګرو لپاره ښه هدف ګرځېدلی شي''.
په پام کې ده چې د یورو ۲۰۱۶ اتلولۍ د جون له ۱۰ د جولای تر ۱۲ پورې دوام وکړي.
تېر کال پاریس کې د ''اسلامي دولت'' له خونړیو بریدونو وروسته فرانسه کې لاهم بېړنی حالت دوام لري.
په پام کې ده چې د اروپايي ملتونو د فوټبال اتلولیو پایلوبو ته نژدې یو میلیون هڅوونکي او مینه وال ورشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د اروپايي ټولنې په ټولو غړو هېوادونو کې بریدونو ته ځیر وي.

د عکس سرچینه، Reuters
سرچینه وايي، د اټکل له مخې شاید د سیاحت او سیل ځایونه، خوړنځي، سوداګریز مرکزونه او د عامه ترانسپورت وسایط په نښه شي، او یا دا چې د لوبو لپاره د خلکو د راغونډېدو پرځایونو بریدونه وشي.




