د مې ۱۲ د کراچۍ سیاست کې د بدلون پیلامه

د عکس سرچینه، AFP

کمال سواتی اوس هم نه پوهیږي، چې چا پرې ډزې وکړې او هدف یې څه و.

د کراچۍ لانډۍ سیمې اوسیدونکی کمال سواتی له هغو زرګونو کراچۍ مېشتو یو و، چې د ۲۰۰۷ کال مې میاشتې په ۱۲ نېټه د پاکستان هغه مهال قاضي القضات افتخار محمد چودري هرکلي لپاره د کراچۍ هوايي ډګر ته روان و.

نوموړی وايي له کوم سیاسي ګوند سره تړاو نه لري.

هغه وايي له نورو ملګرو سره هوايي ډګر ته پر لاره و، چې کالابورډ سیمه کې پرې لاریونیانو ډزې وکړې.

پایله کې د ده په ګډون درې کسان ټپیان شول او یو ووژل شو.

نوموړی وايي، موږ یوه جومات کې ځانونه پټ کړل او له هغه ځایه مو خپلوانو ته زنګونه ووهل، چې د پولیسو ګاډو کې راغلل، خو وايي پر پولیسو هم ډزې وشوې، چې دې سره یې هم موږ روغتون ته ورسولو.

کمال سواتى هغه مهال سابه پلورل، خو له دغې پېښې وروسته یې د ملا تېر ټپي شوی او کټ کې پروت دی، چې د چم ګاونډ خلک یې له وسه سره سم مالي مرسته کوي.

د پاکستان بشري حقونو کمېسیون مشره، زهره یوسف، د دغې پېښې په اړه وايي، چې د هغه مهال پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشر نه غوښتل قاضي القضات د هېواد هرې برخې ته سفر وکړي او خپل محبوبیت ثابت کړي.

د نوموړې په وینا دغې موضوع ته د ژبنیز او توکمیز رنګ او بڼې ورکولو هڅه وشوه، چې د قاضي القضات خلاف اقدام کولو لپاره دلیل وموندل شي، خو وايي خواشینونکې دا ده، چې په هغه ورځ له ۴۰ ډېر کسان ووژل شول او وايي له هغه هم ډېره خواشینونکې دا ده، چې اغیزمن کسان لا هم له انصافه برخمن نه دي.

ښاغلي چودري په هغه ورځ غوښتل د سند ایالت د وکیلانو اتحادیې رامنځته کېدو ۵۰ کلیزې په مناسبت وینا وکړي، خو د ایم کیو ایم ګوند د احتجاج له کبله یو شمېر وکیلان و نه توانیدل په هغه ورځ محکمو ته ورشي.

د عکس سرچینه، AFP

د کراچۍ مدافع وکیلانو اتحادیې پخوانی مشر محمود الحسن وايي، وکیلان هغه مهال په مبارزه بوخت وو او دا پوښتنه باید له حکومته او عدلي چارواکو وشي، چې معلومه کړې دغه کسان چا او ولې ووژل.

د قاید اعظم پوهنتون پروفیسور فرحان صدیقي وايي په کراچۍ کې وار له مخه توکمیز تاوتریخوالی موجود و، چې د مې په ۱۲ نېټه بېرته تکرار شو.

د نوموړي په وینا راتلونکو کلونو کې دغه تضاد نور هم ډېر شو، چې له کبله یې د کراچۍ اقتصاد، سیاست او په ټول کې ټولنیز ژوند له دې کبله اغیزمن شو.

د نوموړي په خبره: 'که یو سیاسي ګوند، یا ډله غواړي ځان پر نورو وتپي، نو پایله یې تل د تاوتریخوالي په بڼه مخې ته راځي او همدا لامل دی، چې کراچۍ کې توکمیزې ډلې ټپلې خورا غښتلې دي.'

۱۹۸۵ کال کې کراچۍ کې یوه اردو ژبې محصله بشرا زیدي ترافیکي پېښه کې مړه شوه او له هغه وروسته د کراچۍ مېشتو پښتنو او اردو ژبو تر منځ د تاوتریخوالي خونړیو پېښو کې ګڼ کسان ووژل شول. خبریال ضیاالرحمان وايي، د ۲۰۰۷ کال د مې په ۱۲ نېټه دویم ځلې د غه خونړۍ پېښې تکرار شوې، چې پایله کې یې د دغه ښار دوو اوسېدونکو توکمنو تر منځ واټن نور ډېر شو.

د دغو پېښو پایله کې سلګونه کسان وژل شوي دي او بالاخره حکومت اړ شو، چې په کراچۍ کې چاڼیز پوځي عملیات وکړي.

شنونکي وايي د عملیاتو پایله کې که څه هم د توکمپالو ګوندونو وسله والې برخې کمزورې شوې، خو وايي د بېلو توکمنو تر منځ واټن لا هم پر ځای پاتې دی.