شمالي کوریا ته د بي بي سي استول شوی خبریال ويستل شوی

د عکس سرچینه،

د بي بي سي خبریال روپرت وینګفیلد هیز چې د شمالي کوریا پلازمېنې پیونګ یانګ ته تللی و، ددې هېواد حکومت لخوا لومړی نیول شوی او بیا ویستل شوی دی.

ددې اقدام لامل د ښاغلي وینګفیلد هیز راپورونه بلل شوي دي.

ښاغلی وینګفیلد هیز او ورسره تللې ډله کې ماریا بایرن (پروډیوسره) او میتو ګودارد (فلم اخستونکی) شامل وو او د جمعې په ورځ (مې ۶مه) له دې هېواد څخه د وتلو پرمهال الوتکې ته له پورته کېدو منع شول او وروسته ونیول شول.

له ښاغلي وینګفیلد هیز نه د څو ساعتونو لپاره پوښتنې ګروېږنې شوي او مجبور شوی چې یوه اعترافنامه لاسلیک کړي.

راپور ورکړل شوی چې ګومارل شويو "څارونکو" اوسمهال هغه او له هغه سره ملګرې ډله هوایي ډګر ته وړي دي.

د بي بي سي دا ډله د شمالي کوریا حاکم ګوند د کمساري غونډې وړاندې د نوبل جایزو له یو شمېر ګټونکو سره پر یوه څېړنیز سفر دې هېواد ته تللي وو.

د شمالي کوریا د کارګرانو ګوند وروستۍ ناسته په ۱۹۸۰ کال کې ترسره شوې وه.

ویل شوي چې د شمالي کوریا لوړپوړي چارواکي د بي بي سي ټیم له راپورونو سره موافق نه وو چې د پلازمېنې د اوسېدونکو د ژوند ځېنې برخې یې تر پوښښ لاندې راوستي وې.

د شمالي کوریا د سولې ملي کمېټې عمومي منشي او روینګ اېل ویلي، ښاغلی وینګفیلډ هیز حقایق مخدوش کړي او د هېواد د نظام او رهبرۍ په تړاو یې په منفي توګه خبرې کړې دي.