کیم جونګ اون: یوازې د ګواښ په صورت کې اتومي وسلې کاروم

د عکس سرچینه، Reuters
د شمالي کوریا رسنۍ وايي، ددغه هېواد ولسمشر کیم جونګ اون وايي، تر هغو به اتومي وسلې ونه کاروي، چې هېواد ته یې د خپلواکۍ ګواښ نه وي پېښ شوی.
نوموړي دا څرګندونې د هېواد د کارګر ګوند په یوه 'کمسارې' غونډه کې کړې دي.
همدارنګه راپور ورکړل شوی، چې کیم جونګ اون د ناستې پرمهال وویل، له هغو هېوادونو سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په درشل کې دی، چې له پیونګ یانګ سره یې وړاندې په اړیکو کې ترینګلتیاوې رامنځ ته شوې وې.
د شمالي کوریا رسنیو د کیم جونګ اون له خولې دا هم ویلي، چې نوموړي له سوېلي کوریا سره پر خبرو ټینګار کړی او وايي چې باید خبرې تر ډېره مسؤلانه وي.
پر همدې مهال، د هېواد د رسنیو په حواله، کیم جونګ اون وايي هېواد یې له ان پي ټي (د اتومي وسلو د نه کارولو له تړون) سره ژمن دی.
د شمالي کوریا کارګر ګوند په هېواد کې واکمن دی، چې له تېرو ۳۶ کلونو راهیسې یې یوازې څو ورځې وړاندې خپله ملي ناسته جوړه کړه.
په پیونګ یانګ کې د کي سي ان اي خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (مې اتمه، غویی ۱۹مه) د کیم جونګ اون له خولې وویل: ''د اتومي ځواک په توګه شمالي کوریا ژمن دی تر هغو اتومي وسلې ونه کاروي چې د هېواد استقلال ته یې د برید خطر نه وي''.

د عکس سرچینه، AFP
نوموړی ټینګار کوي له هغو هېوادونو سره د اړیکو پر عادي کولو بوخت دی، چې د کارګر ګوند واکمني او استقلال په رسمیت پېژني؛ ان که په تېر وخت کې یې له پیونګ یانګ سره دښمني هم لرله''.
د کارګر ګوند زرګونو استازو په ټینګ امنیت کې د پیونګ یانګ ناستې ته تللي چې د ګوند د راتلونکو نویو مشرانو د ټاکلو پر سر سره وغږېږي.
د شمالي کوریا د کارګر ګوند وروستۍ ناسته په ۱۹۸۰ کال وه.
شمالي کوریا په ۲۰۰۳ کال، له ان پي ټي تړون بهر شوه او له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې اتومي ازموینې پیل کړې.

د عکس سرچینه، Reuters
له دغو ازموینو سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا پر پیونګ یانګ بندیزونه هم مل وو او په تېره مارچ میاشت کې دغه هېواد اعلان وکړ چې هیدروجني بم او فضايي توغندي یې ازمویلي دي.
د شمالي کوریا مشرتابه څو ځلې د جنوبي کوریا او د امریکا پرضد د اتومي بریدونو ګواښونه کړي دي.








