'شمالي کوریا اوږد واټن ویشتونکي توغندي نوی ماشین ازمویلی'

د شمالي کوریا اټومي او توغندیزو ازموینو چې د روان میلادي کال له پیله یې څپه تونده شوې، ددغه هېواد ګاونډیان او جاپان اندېښمن کړي دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د شمالي کوریا اټومي او توغندیزو ازموینو چې د روان میلادي کال له پیله یې څپه تونده شوې، ددغه هېواد ګاونډیان او جاپان اندېښمن کړي دي.

شمالي کوریا وایي، په بریالیتوب سره یې د لویې وچې ویشتونکي توغندي ماشین ازمویلی دی.

د شمالي کوریا کې سي ان اې ټلویزیوني شبکې د یکشنبې په ورځ (اپرېل ۹مه) راپور ورکړ چې دا موتورونه ددې وړتیا لري چې بالسټیک توغندي د امریکا تر لویې وچې ورسوي.

ددې راپور له مخې، دا ازمایښت د هېواد په لویدیځ کې د شمالي کوریا د توغندي توغولو پوځي اډې کې ترسره شوی.

تېرو درېیو میاشتو کې د شمالي کوریا توغندیزو او اټومي ازمایښتونو په وار وار امریکا او د ملګرو ملتونو امنیت شورا غبرګون ته اړ ایستي دي.

د راپور له مخې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له نژدې ددغه ازمایښت لیدنه کړې ده.

هغه د ازمایښت پرمهال ویلي، هېواد یې اوس ددې توان لري چې "د ځمکې پرمخ له شیطانۍ ډکه هره ناولتیا، له دې ډلې امریکا په خپلو توغندیو په نښه کړي."

پیونګ یانګ د مارچ په میاشت کې ویلي و، پر بالسټیک توغندیو د نصبېدو او لېږدېدو وړ اټومي سروکي یې تولید کړي دي.

سره له دې هم کارپوهانو ددې هېواد د ادعاوو پر کره والي شک ښوولی دی.

د شمالي کوریا اټومي او توغندیزو ازموینو چې د روان میلادي کال له پیله یې څپه تونده شوې، ددغه هېواد ګاونډیان او جاپان اندېښمن کړي دي.

د جنورۍ شپږمې اټومي ازموینه او د فبروۍ په اوومې د سپوږمکۍ توغول د ملګرو ملتونو د جاري بندیزونو نقض بلل شوی دی.

له همغه وخته امریکا او ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول. د ملګرو ملتونو نوي تدابیر د چین په ملاتړ ترتیب شوي او د راپورونو له مخې د واشنګټن او پیکنګ ترمنځ د دوو میاشتو خبرو اترو پایله ده.

د ملګرو ملتونو پخوانیو بندیزونو چې د شمالي کوریا لخوا په ۲۰۰۶، ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کال کې له ورته ازمایښتونو وروسته لګول شوي و، دا هېواد له خپل اټومي پروګرام څخه لاس پر سر کړی نه دی.