د ترکیې د پارلمان مشر: باید پر اسلامي اساسي قانون تکیه وشي

د ترکیې د پارلمان مشر اسمعیل کهرمان د دوشنبې په ورځ وویل، ترکیه باید پر اسلامي اساسي قانون تکیه وکړي.
د ترکیې اناتولیا رسمي خبري اژانس د کهرمان له خولې – چې استانبول کې یې یوه کنفرانس ته خبرې کولې – ویلي "د یوه اسلامي هېواد په توګه، ولې داسې وضعیت ومنو چې له دین نه ځانونه شاته کړو؟ موږ یو مسلمان هېواد یو، باید مذهبي اساسي قانون ولرو".
دی زیاتوي: "په دې اساسي قانون کې بې دینۍ یا سیکولر نظر ته ځای نه شته".
په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب ایردوان په مشرۍ د واکمن "عدالت او پراختیا" ګوند ګوتنیوونکي حکومت د سیکولریزم د ارزښتونو په کمزوري کولو تورنوي.
د معاصرې ترکیې د لادینۍ بنسټ مصطفی کمال اتاترک کېښود.
په تېرو دوو کلونو کې، حکومت په ښوونځیو او حکومتي بنسټونو کې پر اسلامي حجاب لګول شوی بندیز لیرې کړ، د شراب لرونکو څښاک څیزونو خرڅلاو یې هم محدود کړ او پوهنتونونو کې یې د محصلینو د ګډو خوبخونو (لیلیو) بندولو هڅه وکړه.
د ترکیې مخالف ولسي جمهوریپال ګوند مشر کمال کیلیچدار اوغلو د پارلمان د خبرو مخالفت کړی دی.
کیلیچدار اوغلو پر خپلې ټویټر پاڼې کهرمان ته په اشارې سره ویلي: "په منځني ختیځ کې استشراقي ګډوډي د هغه تفکیر پایله ده، چې تاسو ورسره همنظره یاست، داسې چې له دین نه د سیاست یوه آله وګرځوله شي".
دی زیاتوي: "ښاغلی کهرمان! لادیني ددې لپآره پیدا شوه چې هر څوک په آزادانه ډول د خپل دین شخصي کړنې ترسره کړي".
د ویلو ده چې د عدالت او پراختیا ګوند، چې په تېر نومبر کې بیا واک ته ورسېد، وايي د اوسني اساسي قانون بدلولو لپاره لارې چارې لټوي.
د ترکیې اساسي قانون په ۱۹۸۰ کال له کودتا وروسته د پوځي حکومت په واکمنېدو سره لادیني شو.








