د تدمر د بريا څلی لندن کې نندارې ته وړاندې شو

د تدمر د بریا ليندۍ ډوله ودانۍ/ څلی د برېتانیا د ډیجیټل لرغون پوهنې انسټیټوټ له خوا له مصري مرمرو جوړ شوی دی. له لندنه وروسته به د دوبۍ او نیویارک په ګډون د نړۍ په ځینو نورو ښارونو کې هم نندارې ته وړاندې کېږي.

د سوریې د لرغونو اثارو د ادارې مشر مامون عبدالکریم وایي دا ننداره د نړۍ د وګړو د یووالي یوه ښه بېلګه ده.

ټاکل شوې ده چې دا څلی به راتلونکی کال د سوریې تدمر ښار ته وړل کېږي او د اصلي څلي تر څنګ به درول کېږي.

د ډیجیټل لرغون پېژندنې د ادارې مشر روجر مایکل وایي، کله چې د تدمر پر ښار د تش په نامه "اسلامي دولت" ډلې برید وکړ، دوی پرېکړه وکړه چې سلګونو عادي وګړو ته ډیجیټل کامرې ورکړي.

همدې خلکو د ګڼ شمېر تاریخي اثارو زرګونه انځورونه واخیستل. د همدې انځورونو له برکته نن دوی وتوانېدل چې د بریا د وران شوي څلي یو کره کاپي جوړه کړي.

روجر مايکل زياتوي "موږ باید ژر تر ژره اقدام وکړو. په سوریه کې ګڼ شمېر تاریخي اثار له ګواښ سره مخ دي. هغه چې ړنګ شوي باید د بیا رغونې چاره یې ژر پیل شي".

نوموړی زياتوي "شپږ کاله وړاندې ناټو راڅخه غوښتنه وکړه چې د افغانستان د بامیانو د بتانو ړنګ شوي څلي او شاو خوا یې تاریخي اثار هم وګورو. زه فکر کوم په دې برخه کې چې هر څومره ژر یو عملی ګام پورته شي، ښه به وي."

د عکس سرچینه، Reuters

د لندن ښاروال بورېس جانسن هم د څلي پرانیستې او لیدو ته راغلی و. ترې مو وپوښتل، ایا لېواله دی چې د بامیانو د بتانو دا ډول یوه کاپي دې هم لندن ته د نندارې لپاره راوړل شي.

په دې اړه نوموړي وويل "ما په خپله هم په دې اړه فکر کړی. زه به د داسې هر ګام ملاتړ کوم. خو دا په دې انسټیوټ پورې اړه لري چې کله دا کار کوي. زه ګومان کوم چې د بامیانو د بتانو کاپي جوړول به ډېر لګښت ولري. خو که دا کار کېږي، زه یې شخصاً ملاتړ کوم."

ښاغلي جانسن وویل، د تدمر د دې څلي کاپي جوړول زموږ هوډ او د ټکنالوژۍ په ډګر کې زموږ پرمختګ ښکاره کوي.

د تدمر اصلي څلی کابو ۲۰۰۰ کاله وړاندې د روم د امپراتورۍ پر وخت جوړ شوی و.

د سوریې د لرغونو اثارو د ادارې مشر وایي، د دې نندارتون موخه دا ده چې د ټولې نړۍ د وګړو تر منځ د تاریخي اثارو په اړه پوهاوی رامنځته شي. ده وویل، دا لرغونی تمدن په ټوله نړۍ پورې اړه لري.

د عکس سرچینه، British Broadcasting Corporation

د تدمر سیمه تېر کال د مۍ په میاشت کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې جنګیالیو لاس ته ولوېده. خو سږ کال د مارچ په میاشت کې د حکومتي ځواکونو له خوا بېرته ونیول شوه.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څار اداره وایي، د "اسلامي دولت" د ولکې پر وخت په تدمر ښار کې کابو ۲۸۰ وګړي وژل شوي.

خو ښاغلي عبدالکریم، چې همدا تېره اوونۍ تدمر ته تللی و وایي، په دې لرغوني ښار کې کابو اتیا سلنه تاریخي اثار لا هم خوندي دي.